کرېکټ: د ۱۹۹۲ نړیوال جام او ۲۰۱۷ اتلانو جام پاکستانۍ لوبډلې

جاوید میانداد او سرفراز احمد د انځور حقوق Getty Images
Image caption سرفراز او میانداد دواړه د کراچۍ اوسېدونکي دي

۱۹۹۲کال کې، مرستیال لوبډلمشر جاوید میانداد د پاکستاني توپوهنه یا بټنګ برخه کې خورا مهم رول درلود او ۲۵ کاله وروسته لوبډلمشر سرفراز احمد د میانداد په څېر د لوبډلې لپاره د بټنګ برخه کې یو ملاتړ ثابت شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وسیم اکرم په څېر محمد عامر هم د بالنګ برخه کې مهم رول لري

د نړیوال جام سیالیو کې وسیم اکرم نه یوازې د توپ اچوونه برخه کې خورا مهم رول لوبولی و، بلکې د بېټینګ برخه کې یې هم د خپلې لوبډلې بریا کې ونډه مهمه وه، په ورته توګه اوس محمد عامر نه یوازې دا چې اعلی بالنګ کوي، بلکې له سریلانکا سره یوه خورا مهمه لوبه کې یې د بیټینګ برخه کې هم مهم رول درلود او نیمه پایلوبې ته د لوبډلې رسولو کې همکار و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عاقب جاوید او حسن علي خوښي څرګندولو ورته انداز

عاقب جاوید د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام لوبو کې خورا په زړه پورې بالنګ وکړ. په ځانګړې توګه اسټرالیا سره لوبه کې یې د اوپنر ټام موډي، ډېوډ بون او وېکټ ساتونکي ايين هیلي وېکټې تر لاسه کړل. پایلوبه کې هم عاقب جاوید دوې وېکټې واخیستې.

حسن علي بیا د اتلانو جام سیالیو کې تر ټولو غوره بالر ثابت شو. نوموړي نه یوازې د لوبو منځ کې ملګرتیاوې پای ته ورسولې، بلکې د سیالو لوبغاړو لپاره یې د منډو جوړول هم ستونزمن کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption انضمام الحق او فخر زمان دواړه د پاور بیټینګ لپاره مشهور شول

۱۹۹۲ کال نړیوال جام سیالیو کې انضمام الحق په لوبډله کې نوی شامل شوی و. خو نوموړي غوره بټینګ سره نیمه پایلوبې ته د لوبډلې رسولو کې لوی لاس درلود. فخر زمان د پاکستان لوبډلې اوپننګ ستونزه هواره کړه او په چټکۍ یې د منډو جوړولو سره د لوبډلې لپاره د بري لار پرانیستله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رمیز راجا په څېر اظهر علي هم د پاکستان لوبډلې لپاره اوپننګ کوي

رمیز راجه د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام سیالیو کې اعلی لوبه وکړه، خو له دې کبله پرې نیوکې هم وشوې، چې ګواکې لوبه کې یې تسلسل نه و. نوموړی هغه مهال ځینو لوبو کې نه و شامل شوی. پر اظهرعلي هم له دې کبله نیوکې شوې، چې پرلپسې عصري لوبه نه کوي، خو نیمه پایلوبه کې د اظهرعلي لوبه د لیدلو وړ وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاداب خان په کم عمرۍ کې د مشتاق احمد په څېر پیاوړی بالنګ کوي

۱۹۹۲ کال کې لیګ سپینر مشتاق احمد مهم رول درلود. ۲۰۱۷ کال کې ځوان لوبغاړي شاداب خان د سیالو لوبغاړو د منډو جوړلو مخه ونیوه او پر مخالفو لوبډلو یې فشار ډېر کړ.

Image caption ۱۹۹۲ کال کې عمران خان د کرېکټ نړیوال جام تر لاسه کړ، اوس پوښتنه دا کېږي، چې آیا سرفراز احمد به وتوانېږي د اتلانو جام تر لاسه کړي؟