کرېکټ: د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ته د ټېسټ لوبو دریځ

افغانستان کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان لوبډلې په تېرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی

اټکل دی چې د کرېکټ نړیواله شورا افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ته د ټېسټ لوبو دریځ ورکړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا کلنۍ ناسته نن دوشنبه جون ۱۹مه د انګلستان په پلازمېنه لندن کې پیل شوې چې د کرېکټ په تاریخ کې به د مهمو ناستو له ډلې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل هم په دې غونډه کې ګډون کړی.

که افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، نه یوازې دا چې د ټېسټ دریځ به خپل کړي او له لویو لوبډلو سره به د لوبېدو ډېر چانس پيدا کړي بلکې د کرېکټ د غوړېدو لپاره به د کال شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر هم له ای سي سي ومومي.

د بشپړ غړیتوب لرونکي هېوادونه په لویو نړیوالو اتلولیو کې هم د ګډون ډېره موقع لری.

تمه ده چې د کرېکټ نړیواله شورا به په سږنۍ غونډه کې د ټېسټ سیالیو لپاره نوی جوړښت وړاندې کړي.

په دغه جوړښت کې به ټولټال ۱۲ لوبډلې وي. خو د نړۍ نهه غوره لوبډلې به د جدول په سر، افغانستان، ایرلنډ او زمبابوې به یې په لاندینۍ برخه کې ځای ولري.

د دې تر څنګ به "ای ‌سي ‌سي" د یو ورځنیو لوبو لپاره د ۱۳ لوبډلو لیګ رامنځته کړي. افغانستان او ایرلنډ د ۱۱م او ۱۲م ځای خپلولو غوښتنه کړې.

په نړیوال کرېکټ کې له محافظه کارۍ او بې عدالتۍ سره سره د "ای ‌سي ‌سي"د کلنۍ ناستې تر پای وروسته د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ته د ټېسټ مقامونه ورکول، په نړیوال کرېکټ کې لوی پرمختګ دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کرېکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۷ کال په ناسته کې بله مهمه مسله له کرېکټ څخه د تر لاسه شویو عوایدو عادلانه وېشل دي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ لوبډلو ته د ټېسټ دریځ ورکولو تر خبرونو وروسته انګېرنه دا ده چې کرېکټ له خپلو دودیزو پولو اوړي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۷ کال په ناسته کې بله مهمه مسله له کرېکټ څخه د تر لاسه شویو عوایدو عادلانه وېشل دي.

په ۲۰۱۴ کال کې د کرېکټ د درې مخکښو هېوادونو هندوستان، استرالیا او انګلنډ)د خپلمنځي پرېکړې له مخې، یاد هېوادونه د کرېکټ د نړیوالې شورا د نورو ۱۰۲ غړو هېوادونو پرتله ډېرې پیسې تر لاسه کوي.

دغه ټول بدلونونه د دویمې درجې عضویت لرونکو هېوادونو په تېره بیا افغانستان او ایرلنډ لوبډلو لپاره نېک شګون دی.

د کرېکټ په تاریخ کې د افغانستان پرلپسې بریاوو په نړیوال ډګر کې د خلکو پام ځانته ور اړولی.

راشد خان په نړیوال کرېکټ کې حیرانوونکی لېګسپېنر بالر دی.

تېره اوونۍ یې په یوه ورځنۍ لوبه کې په ۱۸ منډو د ویسټ انډیز ۷ لوبغاړي وسوځول.

اړونده مطالب

ورته مطالب