پنځو وجو پاکستان ته اتلولۍ جام په نصیب کړ

کرکٹ د انځور حقوق Getty Images

میاشت مخکې پاکستان دا تصور هم نه کاوه، چې اتلولۍ جام کې به تر وروستۍ منزله رسېږي. خو په دریو اونیو کې یې داسې ګامونه واخیستل چې له مخې یې ټول خنډونه لرې او اتل شو.

زما په خیال د پنځو وجو له امله پاکسان دا نه باورېدونی سفر بشپړ او تر ټولو مهم رول یې ولوباوه.

۱ . پیلامه

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان تر ډېره په نړۍ کې لومړنی ټیم دی چې هر کال لږ تر لږه درې پرانیستونکې جوړې بدلول ضروري بولي. خو باور دا دی چې دا تدبیر هم کار نه ور کوي. د شرجیل خان په شکل کې یې یو ډول اواری لید، خو له هغه وروسته ویسټ انډیز سره لوبه کې یې بیا احمد شهزاد او کامران اکمل غوره کړل.

له اوسنۍ اتلولۍ مخکې پر پاکستان دا نیوکه وه، چې کامران اکمل یې ولې نه دی غوره کړی، داسې که احمد شهزاد د هند سره لومړنۍ سیالۍ کې کامېابېدلی، نو ښايي فخر زمان به انتظار کاوه او له هغه سره به پاکستان هم منتظر و.

۲ ټیټ هدف

د انځور حقوق Getty Images

موده مخکې د پاکستان سره اظهر محمد او عبدالرزاق په څېر ال رونډران وو او له ډېر نه ډېر هدف ټاکل کېدو وروسته هم کومه وېره نه وه، خو تېره یوه لسیزه کې د پاکستان توپوهنې هدف له لویې ستونزې سره مخ و او په وروستیو لسو اورونو کې د پاکستان توپوهنه ختمېدله.

خو د بنګله دېش خلاف چې فهیم اشرف کوم اننګز ولوباوه، نو په لوبډله کې یې نوی باور پیدا کړ، له هغه وروسته چې اتلولۍ جام کې د سریلنکا خلاف محمد عامر کومه لوبه وکړه، نیمه پایلوبې ته یې د پاکستان رسول باوري کړل.

۳ . منځني اورونه

د انځور حقوق Getty Images

د کريکټ اوسمهالې یوه ورځنۍ سیالۍ کې چې د دوو توپونو کارول پیل شوی، ور سره ریورس سوینګ هم ورکېږي ، دغه ډول منځني اورونه هغه پړاو دی چې د لوبې برخلیک ټاکي. که توپ اچوونکي پرلپسې ویکټ واخلي، نو د ډېرو منډو مخه نیسي، خو که داسې ونه شي او تر لسو اورونو د دوو لوبعاړو ملګرتیا وشي، نو توپ اچوونکی لوری له سیالۍ ډډې ته کېږي.

پاکستان په دغو سیالیو کې دا دود خپل کړ چې منځنیو اورونو کې یې ویکټې واخیستلې او له امله یې مقابلو لوبډلو ته د منځنیو اورونو د کنټرولولو چانس میلاو نه شو.

۴ . حالت

د انځور حقوق Getty Images

اوین مورګن په منځلوبه کې له ماتې وروسته دا خبره وکړه چې هغه ته کومه کورنۍ ګټه ونه رسېده، مطلب یې د هغه پېچ کارول و چې پاکستان یوه ورځ مخکې هم د سریلنکا پرضد کارولی و او ماته یې ور کړې وه، د سوېلي افریقا پرضد هم پاکستان ته د داسې ویکټو لوبولو چانس و، چې بونس کم او نوبت ډېر و. وجه دا نه وه چې د کرېکټ نړیوالې جرګه ګۍ له پاکستان سره کوم ځانګړی زړه راښکون و، بلکې ناسم موسم او سخت مهالوېش هرې سیالۍ ته د نوي پېچ تیارولو وخت ور نه کړ او د باران لامله ضایع شوی وخت هم د پاکستان په ګټه و.

۵ . ځوانه وړتیا

د انځور حقوق Getty Images

ډېر دا باور دی چې پاکستان د خپل خراب توپ اچولو یا کمزوري توپوهلو له امله سیالۍ بایلي، خو حقیقت دا دی چې په ماتې کې یې مهم رول د فیلډېنګ یا ډګرساتنې وي، ځکه یوه دوه کېچونو ډراپ کړي، یا هم یو دوه رن اوټ چانسونه ضایع کړي.

خو له کوم مهال چې ځوانو وړتیاوو ته چانس په لاس ورغلی، نو ډګرساتنه یې ډېره ښه شوې، کله چې ډګر کې انرژي وي او جانسونه وګټي، نو توپ وهونکي او کپتان ته د برید چانس میلاوېږي، سرفرز د توپوهلو برخې تکتیک سم وکاراوه او شاداب خان، حس علي، رومان رییس او فهیم اشرف په شتون کې محمد عامر او جنید دا باور جوړ کړ چې دوی هره سیالۍ کې لس ویکټ اخیستلی شي.

د دې کار اصلي ویاړ د سرفراز په نصیب کېږي، چې د اتلولیو اوله سیالي یې پرېښوده او پاتې لوبو کې نه یواځې پاکستان ټول ویکټ واخیستل بلکې کومه سیاله لوبډلې یې نه پرېښودله ې له ۲۴۰ ډېرې منډې جوړې کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب