د ۲۰۱۷ کال د ښځو کرېکټ نړیوال جام سيالۍ پيلېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نړۍ کې دوهمه او یوه له تر ټولو تکړه ځغاستونکې مېتالي راج به د اکثراً ځوانې هندي لوبډلې مشري کوي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا، ای سي سي د ښځو ۲۰۱۷ نړیوال جام د جون میاشت پر ۲۴ پیلېږي چې د لومړي ځل لپاره به هند له پاکستان سره پر دې دريځ لوبه کوي.

د کرېکټ د نړېوالې شورا، ای سي سي د ښځو نړیوال جام یوولسم دور د شنبې پر ورځ پیل کېږي چې اته هېوادونه په کې د معتبرې جایزې او نغدو پیسو لپاره لوبېږي.

د ښځو د کرېکټ په سږني نړيوال جام سیالیو کې اسټرالیا، انګلستان، نيوزيلنډ، ویسټ انډیز، هند، سویلي افریقا، پاکستان او سريلاکا لوبې کوي. لومړی لوبه به د انګلستان او هند تر منځ وي.

انګلستان او وېلز به په پنځو لوبغالو کې د لوبو کوربانه وي چې وروستۍ لوبه به د لارډز لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان د کرېکټ بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ

افغان کرېکټ: پرونۍ نا اشنا لوبه، اوسنۍ میلیون ډالري سوداګري

د دغه ټورنمنت په اړه پنځه مهمې مسلې دا دي:

۱- د کرېکټ نړېوالې شورا د لوبډلو ترمنځ د سیالۍ لپاره خپل حساب له ۲ میلیون امریکايي ډالرو پیل کړ چې د تېر نړیوال جام پرتله لس ځله ډېر دی. کټونکې لوبډله له ځانه سره د ۶۶۰٫۰۰۰ ډالرو چک وړي او دوهمه لوبډله ۳۳۰٫۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي. ان د ډله ییزې سیالۍ غړي هم ۲۰٫۰۰۰ ډالر لاس ته راوړي.
۲- د لومړي ځل لپاره به د ښځو په نړیوال کرېکټ کې پر پرېکړې د کتنې سیستم پلی شي چې د هند او انګلستان ترمنځ پرانستې مراسمو کې به پیل شي.
۳- پخواني سیالان هند او پاکستان به د جولای پر دوهمه له یو بل سره سیالۍ ته دانګي. سره له دې چې هند غښتلی ښکاري خو پاکستان ته هم باید په کمه سترګه و نه کتل شي. که څه هم تر دې وړاندې پاکستان په دې نه دی توانېدلی په یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ کې هند ته ماته ورکړي.
۴- داسې ښکاري چې هند ښه په جوش کې لوبې ته چمتو دی، ځکه د نړیوال جام کمپاین یې تېره میاشت جنوبي افریقا ته له ماتې ورکولو وروسته، د سري لانکا په ځپلو پیل کړ او د څلورلوبو لړۍ یې وګټله.
۵- نړۍ کې دوهمه او یوه له تر ټولو تکړه ځغاستونکې مېتالي راج به د اکثراً ځوانې هندي لوبډلې مشري کوي چې د ښځو په کړېکټ کې د نړۍ درېیمه توپ اچوونکې جهولن ګوسوامي به ورسره مله وي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption انګلستان او وېلز به په پنځو لوبغالو کې د لوبو کوربانه وي چې وروستۍ لوبه به د لاردز لوبغالي کې ترسره کېږي. (د ارشیف عکس)

اړونده مطالب

ورته مطالب