افغانستان له ایم سي سي سره لوبېدو ته لوبډله اعلان کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په لوبډله کې حمید حسن نه شته. حمید حسن او نبي هغه افغان لوبغاړي دي چې په ایم سي سي لوپډله کې لوبېدلي.

افغانستان د جولای په ۱۱مه له مارلیبون کرېکټ کلب (ایم سي سي) سره د لندن په مشهور لوبغالي لارډز کې سیالي کوي.

د دې یوې ورځنۍ سیالۍ لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ خپل لوبغاړي اعلان کړي چې مشري یې اصغر ستانکزی کوي.

اېم سي سي هم دې لوبې ته د نړۍ پياوړي لوبغاړي راټول کړي.

د ټولو مینه والو له تمې سره سم په لوبډله کې راشد خان او نبي چې په تېرو څو میاشتو کې ښه ځلېدلی ځای لري.

د راشد خان او نبي په ګډون، شاپور، رحمت شاه او نورو لوبغاړو ته اوس دا لوبه یوه بله ښه موقع ده چې ځانونونه یو ځل بیا ښه وځلوي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډله د لورډز په تاریخي لوبغالي کې لوبه کوي.

په اعلان شوې لوبډله کې د محمد شهزاد او حمید حسن نومونه نه شته.

د تېرې اپریل میاشتې نیمايي کې د کرېکټ نړیوالې شورا 'ای سي سي ' ویلي و، د افغانستان کرېکټ وېکټ ساتونکی او توپوهونکی لوبغاړی محمد شهزاد به د لنډ مهال لپاره له لوبو منع وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه له ایم سي سي سره خپله لوبه تاریخي او ملي ویاړ بولي.

افغان لوبغاړي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دې یوې ورځنۍ سیالۍ لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ خپل لوبغاړي اعلان کړي چې مشري یې اصغر ستانکزی کوي.

سیالیو ته غوره شوي لوبغاړي

  1. اصغر ستانکزی: لوبډلمشر
  2. نور علي ځدراڼ
  3. جاوېد احمدي
  4. رحمت شاه
  5. محمد نبي
  6. سمیع الله شینواری
  7. ناصر جمال
  8. راشد خان
  9. فرید احمد ملک
  10. ګلبدین نایب
  11. دولت ځدراڼ
  12. شاپور ځدراڼ
  13. افسر ځاځی
  14. شفیق الله شفق

د توپ اچوونکو او توپ وهوونکو سیالي

لارډز لوبغاړي کې اېم سي سي سره د افغانستان لوبه له ډېرو اړخونو د پام وړ ده او بل دا چې اوس افغانستان د ای سي سي بشپړ غړیتوب خپل کړی نو دې لوبې ته به د نړیوالو پام ښايي لا ډېر وي.

اېم سي سي دې لوبې ته د نړۍ پياوړي لوبغاړي راټول کړي. اېم سي سي چې د لارډز لوبغالی یې کور دی تېرو دوو پېړیو کې د کرېکټ لوبې ودې او بېلا بېلو تګلارو په جوړولو کې مهم رول لوبولی.

اېم سي سي د کمار سنګاکارا، برېنډن مېک کلم او مصباح الحق په ګډون افغانستان سره د لوبې لپاره ګڼ شمېر اتل لوبغاړي وربللي دي. سنګاکارا نه یوازې نړیوال کرېکټ بلکې فرسټ کلاس کرېکټ کې هم خورا ډېر ځلېدلی.

افغان لوبډله اوس د توپ اچونې ترڅنګ توپوهنه کې هم یو څه ښه شوې، وېسټ انډيز سره لوبې یې ښې بېلګې وې. دوی اوس د ټولو ۵۰ اورونو لوبولو وړتیا لري چې یو ښه پرمختګ دی.

د اېم سي سي لوبډلې ته که وګوروو نو پیاوړي توپ وهونکي په کې ډېر دي. د افغان لوبډلې ځواک تر ډېره توپ اچونه ده، نو دا به د پیاوړو توپ وهونکو او تکړه توپ اچوونکو ترمنځ ښه سیالي وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب