د اسټرالیا کرېکټ لوبغاړي بې روزګاره کېږي

آسٹریلیا کرکٹر د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسټرالیا کرېکټ په مارچ کې د اصولو د بدلولو له مخې، د ښځینه او نرینه لوبغاړو د تنخا زیاتولو وړاندیز وکړ، خو مطلب یې دا و چې د کرېکټ په عاید کې به له دې وروسته لوبغاړي برخه نه لري.

د اسټرالیا کرېکټ ټولنې مشر ګریګ ډایر وايي، د دغه هېواد له دوو سوو ډېر کرېکټ لوبغاړي د جولای له پیل بې کاره کېږي.

د اسټرالیا کرېکټ او د دغه هېواد د لویو لوبغاړو ترمنځ اوسنی تړون د جون پر ۳۰ مه پای ته رسېږي، خو تراوسه بل تړون نه دی ور سره شوی.

د ګرېګ ډایر په خبره، د جولای له لومړۍ نېټې امکان شته چې موږ ټول یو ځای له کړنګ وغورځو.

"د تړون بیا نوي کولو ستونزه اواره شوې نه ده".

استرالیایی کریکټ لوبغاړی فېل هیوز ومړ

له کرېکټه خطر بحث پارولی

د اسټرالیا ټېسټ ویکټ ساتی ګریګ ډایر زیاتوي چې دغو لوبغاړو ته به له هرې ممکنه لارې د تنخا پیدا کولو هڅه وکړي، خو اوس داسې ښکاري چې دا ټول به بې روزګاره شي.

د اسټرالیا کرېکټ په مارچ کې د اصولو د بدلولو له مخې، د ښځینه او نرینه لوبغاړو د تنخا زیاتولو وړاندیز وکړ، خو مطلب یې دا و چې د کرېکټ په عاید کې به له دې وروسته لوبغاړي برخه نه لري.

خو د اسټرالیا کرېک ټولنې دا وړاندیز رد کړ.

دې ټولو مسلو وروسته د اسټرالیا نرینه لوبډلې په هکله پوښتنې پیدا کړې، چې اګسټ کې له بنګله دېش سره دوه ازمېښت لوبو او راتلونکی کال د اسیا ازمېښت سیالیو کې له برتانیا سره لوبېږي.

د اسټرالیا مېرمنو کرېکټ لوبډله دا مهال د ښځو نړیوال جام کې د لوبېدلو لپاره برتانیا کې ده او د تنخا تړون به یې د دې اتلولۍ تر پای دواو ولري.

اړونده مطالب

ورته مطالب