رونالډو د غبرګونو پلار شو

رونالډو د غبرګونو پلار شو د انځور حقوق Twitter
Image caption د دې رپوټونو له مخې اوا او ماتیو د روانې میاشتې پر اتمه په امریکا کې له اجاره یي رحم زېږېدلي دي.

د کنفدراسیونونو جام نیمه پایلوبه کې د پورتګال فوټبال ملي لوبډلې له ماتې څو ګړۍ وروسته د دې لوبډلې مشر کریسټیانو رونالډو وویل چې د غبرګونو بچیانو پلار شوی دی.

له چېلي سره سیالۍ کې له ماتې وروسته رونالډو په فیسبوک کې ولیکل: "خوشال یم چې بالاخره اول ځل به له بچیانو سره یم".

د ریال ماډرید لوبډلې دغه ۳۲ کلن ستوري په خپل پیغام کې ویلي نړۍ ته د غبرګلونو "روح او بدن" د راتللو پر مهال هغه د پورتګال ملي لوبډلې سره و او خواشینی دی چې لوبډله یې خپل "اصلي ورزشي هدف" ته ونه رسېده.

تېرو ورځو کې ځینې پرتګالي رسنیو د رونالډو د بیا پلار کېدلو خبر ور کړی و.

د دې رپوټونو له مخې اوا او ماتیو د روانې میاشتې پر اتمه په امریکا کې له اجاره یي رحم زېږېدلي دي.

د رونالډو پخوانی زوی کرېسچڼ رونالډو جونیور هم په جون میاشت کې ( پر ۲۰۱۰ کال) زېږېدلی و.

د پورتګال فوټبال فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي: روسیه کې د کنفدراسیونونو جام له پیلېدلو مخکې خبر وو چې رونالډ پلار شوی دی او په دې ډېر خوشال دي چې نوموړی بیا هم له خپلې ډلې سره لوبېده.

په اعلامیه کې راغلي چې نیمه پایلوبه کې د پورتګال لوبډلې له ماتې وروسته رونالډ نور په راتلونکو سیالیو کې پاتېدلی نه شي "باید لوبغاړی پرېږدو چې له خپلو بچیانو سره اشنا شي"

اړونده مطالب

ورته مطالب