ارجنټاین کې د لیونل میسي 'د پېړۍ واده'

د انځور حقوق Reuters
Image caption میسي خپله مېرمن لومړي ځل پنځه کلنۍ کې ولیده

له کوچنیوالي نه له انتونلا روکوزو سره د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي لیونل میسي د واده مراسم تېره شپه ترسره شول.

د ۳۰ کلن میسي او ۲۹ کلنې ناوې د واده مراسم د ارجنټاین په یوه شانداره هوټل (روساریو) کې ترسره شول.

میسي د کوچنیوالي له یوې معشوقې سره واده کړی.

'میسي - رونالدو په کابل کې'

د واده دغو مراسمو ته په ۲۶۰ مېلمنو کې د نړۍ مشهور فوټبال لوبغاړي او نور مشهور کسان ورغلي وو چې سلګونو پولیسو یې امنیت نیولی و.

سوارز او نیمار، جرارډ پیکه او مېرمن یې شکیرا د دغو مراسمو مېلمانه وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption په مېلمنو کې ژاوي، سسک فابرګاس او کارلوس پویول هم وو
د انځور حقوق AFP
Image caption د ارجنټاین مشهور فوټبالر ازکویل لاوتزي هم له خپلې مېرمنې سره واده ته ورغلي وو
د انځور حقوق AFP
Image caption جرارد پیکه او مېرمن یې شکیرا هوايي ډګر کې
د انځور حقوق Reuters
Image caption هوټل کې واده ته ډېر کسان ورغلي وو
د انځور حقوق AFP / Getty Images
Image caption د واده له مراسمو وړاندې هنرمندانو د روساریو پر دېوالونو د میسي انځورونه کښلي وو
د انځور حقوق AFP / Getty Images
Image caption میسي له خپلې مېرمنې انتونلا ورکوزو او دوو بچیانو سره
د انځور حقوق CityCenter Rosario
Image caption روساریو کې د میسي د واده هوټل
د انځور حقوق AFP / Getty Images
Image caption د یوروګوای فوټبال لوبغاړی سوارز هم د میسي د واده د مراسمو مېلمه و
د انځور حقوق AFP
Image caption روساریو ښار کې د چیګوارا انځور

اړونده مطالب

ورته مطالب