هندۍ پېغله د باډي بیلډرۍ نړیواله اتله شوه

د انځور حقوق Bhumika
Image caption اغلې شرما له درېیو کلونو د بدن غړو ښکلا (باډي بیلډري) شروع کړې ده

یوې هندې پېغلې په ایټالیا کې د باډي بیلډرۍ په جوړو شویو سیالیو کې نړیواله اتلولي وګټله.

بهومکا شرما، تر دې وړاندې د باډي بیلډرۍ په نړیوالو سیالیو کې دویم ځای در لود.

د باډي بیلډرۍ دغه نړیوالې سیالۍ تېره اونۍ په ایټالیا کې پیل شوي چې له ټولې نړۍ پکې ۵۰۰ نرانو او ۵۰ ښځو برخه اخیستې وه.

کریکټ بورډ: په کابل کې د نجونو سیالۍ پای ته ورسېدې

د کوټې ناهیده اڅکزۍ: ما به له هلکانو سره تمرین کاوه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
خوست کې د بدن ښکلا

اغلې شرما له درېیو کلونو د بدن غړو ښکلا (باډي بیلډري) شروع کړې ده.

نوموړې بي بي سي ته وویل، په باډي بیلډرۍ کې تر لاسه کړې اتلولۍ تر شا یې د مور لاس و.

کله چې له هغې وپوښتل شول، په ټولنه کې د ښځو سپورت ډېر عام نه دی، نو پر دومره ټولنیزو نیوکو سربېره یې څنګه باډي بیلډرۍ ته زړه ښه کړ؟ په ځواب کې یې وویل، باډي بیلډري داسې برخه ده چې تر ډېره پکې نارینه لوبېږي. زموږ ټولنه د ښځو لپاره دا لوبه نه خوښوي. کله مې چې تمرین پیل کړ، خلکو به خندل، خو کله مې چې مټې را جوړې شوې، خلک یو څه غلي شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بهومکا شرما وايي، تر دې ځایه په رارسېدو یې ډېر زیار ګاللی دی

کله چې له هغې د لوبې د ځانګړو کالیو د اغوښتلو په اړه وپوښتل شول نو ویې ویل، په لومړیو کې د دغه ډول کالیو اغوستلو ته زړه نا زړه وه، خو وروسته بیا ور سره عادي شوه.

بهومکا شرما وايي، تر دې ځایه په رارسېدو یې ډېر زیار ګاللی دی.

نوموړي تر دې وروسته د ښځو د باډي بیلډرۍ یونیورسل اتلولیو ته چمتووالی نیسي.

اړونده مطالب

ورته مطالب