افغانستان غواړي اولمپيک سياليو ته ښځينه لامبو وهونکې واستوي

Image caption د نارینه وو د لامبو وهلو لوبډله شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې جوړه شوې او د ښځینو هغه یوازې پنځه میاشتې وړاندې شوه

د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون وایي د اولمپیک له نړیوالې کمیټې یې غوښتي چې د ۲۰۲۰ کال اولمپیک سیالیو لپاره د یوې ښځینه په ګډون دريو افغان لامبو وهونکو ته برخه ورکړي.

د نارینه وو د لامبو وهلو لوبډله شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې جوړه شوې او د ښځینو هغه یوازې پنځه میاشتې وړاندې شوه.

د ښځو د لامبو وهلو کمیټې مشره هیلنا صبوري چې لامبو وهل یې د انټرنېټ په مرسته له ویډیوګانو زدکړي، وایي یوازې د لامبو ډنډ ته تللې، تمرین یې کړې پښې او لاسونه یې ټپي شوي خو له تمرینه نه ده لاس په سر شوې.

نوموړې وايي "ما د ښځو د لوبډلې جوړولو لپاره کار پیل کړ او د لامبو وهلو فدراسیبون پام مې دغې لوبډلې ته راواړوه اوس زموږ لوبډله شپږ غړي لري".

اوسمهال د افغانستان د ښځو د لامبو وهلو فدراسیون غړې، په لوړه بیه د پیسو په بدل یوه شخصي ډنډ (حوض) کې تمرین کوي.

د افغانستان اولمپيک ملي کمېټې د مشر لپاره ټاکنې کېږي

کابل کې د بایسکل ځغلونې سیالي

د سوریایۍ کډوالې له کیسې په الهام فلم جوړېږي

د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون د دې لپاره چې ښځینه لوبغاړې نړیوالو لوبو ته چمتو کړي د پیسو راټولولو انلاین کمپاین پیل کړی دی.

د دغه فدراسیون مشر احسان طاهري وایي، "د یوه حوض جوړولو لپاره شاوخوا دوه سوه زره ډالرو ته اړتیا ده چې اوس یې یوازې دوه زره ډالر مرسته راټوله کړې ده".

احسان طاهري وایي د لامبو وهلو فدراسیون هڅه کوي د یوې ښځینه په ګډون دریو لوبغاړو ته په ۲۰۲۰ اولمپیک سیالیو کې چې د جاپان په توکیو کې ترسره کېږي ونډه واخلي.

که اولمپیک کمیټه دغه ونډه ورکړي دا به لومړی ځل وي چې د لامبو وهلو برخې افغان لوبغاړې اولمپیک سیالیو کې برخه اخلي.

ښاغلی طاهري وایي له يوې برازیلۍ کمپنۍ سره یې خبرې کړې چې لوبغاړو ته د لامبو وهلو اسلامي جامې تیارې کړي.

دغې هیلې ته رسېدل اوږده لاره غواړي خو ښاغلی طاهري وایي که د پیسو راټولولو کمپاین یې ښه پایله ولري له کابل ښاروالۍ به وغواړي چې له څلورو حوضونو یو هغه یې ښځینو ته ځانګړی کړي.

د ښځینه وو د لوبډلې له جوړېدو سره سم یو شمېر توند غبرګونونه راوپارېدل خو اوس یې د غړیتوب لپاره ورځ تر بلې غوښتنې ډېرېږي.

د ایران او پاکستان په ګډون د نړۍ ډېر اسلامي هېوادونه د ښځینه لامبو وهونکو لوبډلې لري اوس افغانستان هم غواړي له دغه کاروان سره ملګری شي. وړه ډلګۍ له ګڼو هیله سره دغه ډګر ته وتلې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب