کرېکټ: ‌افغان لوبډله لندن ته روانه شوه

افغان کرېکټ د انځور حقوق ACB
Image caption د افغانستان کرېکټ بورډ ‌مشر عاطف مشعل له سفره وړاندې لوبغاړو ته وویل "موږ د نړۍ د غوره یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې یوه خورا مهمه سیالي لرو".

د افغانستان کرېکټ‌ ملي لوبډله چې د جولای په ۱۱مه له مارلېبون کرېکټ کلب (ایم سي سي) سره د لندن په مشهور لوبغالي لارډز کې سیالي کوي له کابله روانه شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ ‌مشر عاطف مشعل له سفره وړاندې لوبغاړو ته وویل "موږ د نړۍ د غوره یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې یوه خورا مهمه سیالي لرو".

نوموړي په لارډز لوبغالي کې چې د کرېکټ کور هم بلل کېږي، لوبه له تاریخي پلوه ارزښتمنه وبلله او زیاته یې کړه چې دغه لوبه "نه یوازې د لوبډلې او کرېکټ بورډ بلکې د ټول ولس لپاره د ویاړ ځای دی".

اېم سي سي چې د لارډز لوبغالی یې کور دی تېرو دوو پېړیو کې د کرېکټ لوبې ودې او بېلا بېلو تګلارو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

راشد خان پر خپل فېسبوک لیکلي: د دې وخت را رسېدلی چې د جولای پر ۱۱مه د ایم سي سي پر وړاندې خپل په زړه پوري لوبغالي لارډز کې لوبه وکړو.

اېم سي سي دې لوبې ته د سریلانکا،‌ هند او نیوزیلنډ‌ په ګډون د نړۍ له وتلو لوبډلو پياوړي لوبغاړي راټول کړي دي.

د انځور حقوق Instagram
Image caption راشد خان پر خپل فېسبوک لیکلي: د دې وخت را رسېدلی چې د جولای پر ۱۱مه د ایم سي سي پر وړاندې خپل په زړه پوري لوبغالي لارډز کې لوبه وکړو.

که دغې لوبډلې ته وکتل شي نو د سنګاکارا، مېک کلم او ځینو نورو پیاوړو لوبغاړو شتون دا په ډاګه کوي چې دا به په رښتیا هم افغان لوبغاړو ته یو ښه چلېنج وي.

د افغانستان له لوري په دې یوه ورځنۍ لوبه کې لوبډلمشر اصغر ستانکزی، نور علي ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمت شاه، محمد نبي،‌ سمیع الله شینواری، ناصر جمال، راشد خان، ‌فرید احمد ملک، ګلبدین نایب، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، افسر ځاځی او شفیق الله شفق ګډون لري.

د راشد خان او نبي په ګډون، شاپور، رحمت شاه او نورو لوبغاړو ته اوس دا لوبه یوه بله ښه موقع ده چې ځانونه یو ځل بیا ښه وځلوي.

د کرېکټ بورډ‌ مشر له لوبډلې وغوښتل چې په دغه سیالۍ کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړي او نړۍ ته دا په ډاګه کړي چې افغان لوبډله "د بشپړ غړیتوب د دریځ له ترلاسه کولو وروسته د پرمختګ یو نوی فصل پیل کړی دی".

په اعلان شوې لوبډله کې د محمد شهزاد او حمید حسن نومونه نه شته.

د انځور حقوق ACB
Image caption د راشد خان او نبي په ګډون، شاپور، رحمت شاه او نورو لوبغاړو ته اوس دا لوبه یوه بله ښه موقع ده چې ځانونه یو ځل بیا ښه وځلوي.

د تېر اپریل میاشت نیمايي کې د کرېکټ نړیوالې شورا 'ای سي سي' ویلي ول، د افغانستان کرېکټ وېکټ ساتونکی او توپوهونکی لوبغاړی محمد شهزاد به د لنډ مهال لپاره له لوبو منع وي.

افغان لوبډله اوس د توپ اچونې ترڅنګ توپوهنه کې هم یو څه ښه شوې. وېسټ انډيز سره لوبې یې ښې بېلګې وې. دوی اوس د ټولو ۵۰ اورونو لوبو وړتیا لري چې یو ښه پرمختګ دی.

د اېم سي سي لوبډلې ته که وکتل شي پیاوړي توپ وهونکي په کې ډېر دي.

د افغان لوبډلې ځواک تر ډېره توپ اچونه ده، نو دا به د پیاوړو توپ وهونکو او تکړه توپ اچوونکو ترمنځ ښه سیالي وي.

بي بي سي پښتو به پر فیسبوک او ویبپاڼه د دغې لوبې شېبه په شېبه معلومات خپروي.