کرېکټ: ځينو ولايتونو ته به بشپړ غړيتوب ورکړل شي

Image caption عاطف مشعل وايي، په ولایتونو کې د کرېکټ د ودې له مخې به درجه ور کول کېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر وايي، د نوې ستراتیژۍ له مخې یې د کرېکټ د ودې لپاره ولایتونه په دریو کټګوریو ووېشل.

عاطف مشعل د پنجشنبې په ورځ (۶ جولای) خبري غونډې ته وویل، ولایتونه به له کرېکټ بورډ سره د اولې، دویمې او دریمې درجه له مخې وېشلي وي.

د هر ولایت د درجې لپاره اصول ټاکل شوي، مشخص امتیازات هم لري او شرایط به یې هم خپل وي.

د نوموړي په خبره، په ولایتونو کې د کرېکټ د ودې له مخې به دا درجه ور کول کېږي.

کرېکټ بورډ به ولایتونو ته توجو د کار له مخې کوي، که ولایت غواړي ډېر پام ورته وشي نو باید کرېکټ ته ډېر پام وکړي.

ښاغلي مشعل د بېلګې په ډول وویل، خوست او ننګرهار د افغانستان نیمايي برخه کرېکټ جوړوي، ځکه یې د نورو سره نشي پرتلولی او نه هم له داسې ولایت سره مساوي امتیاز ور کولی شي، چې هېڅ کرېکټ لوبه نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې وروستيو افغان لوبډلې ته د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا بشپړ غړيتوب ورکړل شو

د درې ډوله لوبغالو جوړول

عاطف مشعل زیاته کړه، چې په ولایتونو کې د کرېکټ د ودې لپاره درې ډوله لوبغالي جوړوي.

هغه وویل چې پر کابل سربېره د بامیان او مزار په ګډون پنځه داسې ستر لوبغالي جوړوي چې نړیوالې او ملي سیالی به پکې کېږي.

هغه زیاته کړه چې په پکتیکا او لوګر کې یې لوبغالي پرانیستي او د هلمند او زابل لپاره یې هم د لوبغالو جوړولو تړونونه لاسلیک کړي دي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، کورنۍ کرېکټ د ملا تیر دی، چې د ملي لوبډلې نولس کلونو او الف لوبډلې لپاره لوبغاړي روزي او څومره چې په دغه برخه کې اسانتیاوې ډېرېږي، نو لوبغاړي به هم زیاتېږي.

د کرېکټ په مخ کې ننګونې

د افغانستان د کرېکټ بورد مشر وايي، لوبو ته د لوبغاړو غوروايي پر مهال د یو شمېر چارواکو او زورواکو لخوا په مرګ ګواښل کېږي.

د انځور حقوق ACB
Image caption تېر کال په شپږيزه سياليو کې بهرني لوبغاړي هم وو

د عاطف مشعل په خبره، دا ډول لاسوهنې د کرېکټ لاسته راوړنې له ننګونو سره مخ کوي.

"داسې پېښېږي چې د ګرېډ ون اتلولیو لپاره اوس انتخاب کېږي په لسګونو کسان فشار راوړي په ما او نورو کسانو فشار راولي، ان په ولایتونو کې هم اخطارونه را کوي او دا ماته د منلو نه ده چې زما کارمن په مرګ ګواښل کېږي".

ښاغلي مشعل اندېښنه څرګنده کړه چې د بشپړغړیتوب ساتلو لپاره درانه مسولیتونه او چارې په مخ کې لري چې دا ډول لاسوهنې یې مخ ته خنډ کېږي، ځکه له افغان حکومت د همکارۍ هیله لري.

"له بده مرغه موږ به اوس له نورو ډېرو مافیايي ستونزو سره مخ یو، له حکومت به مې هیله دا وي چې څوک په کرېکټ کې د مداخلې هڅه کوي د هغوی لاس لنډ کړي".

عاطف مشعل وايي، نه غواړي حکومتي چارواکو، سوداګرو یا نورو خلکو د لاسوهنې له امله اداره خرابه شي او په ای سي سي کې تور داغ پرې ولږېږي.

د انځور حقوق ACB
Image caption افغانستان راتلونکې سې شنبه (۱۱ جولای) د اېم سي سي سره يوه ورځنۍ سيالي لري

همدارنګه ښاغلي مشعل زیاته کړه چې تر راتلوونکو څه باندې دوو کلونو کې به له کابل پرته نورو ولایتونو لکه بامیان، بلخ او هرات کې پنځه لوی لوبغالي جوړ کړي.

افغان کرېکټ بورډ په دې وروستيو کې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ.

د بشپړ غړیتوب لپاره افغانستان ته یو شرط دا و چې د نجونو پياوړې لوبډله باید ولري. کرېکټ بورډ په دې برخه کې خپله ناکامي مني، خو وایي د کلتوري ستونزو له کبله نه شي کولی چې تر راتلونکو دریو کلونو هم د ښځو ښه لوبډله ولري.

.

اړونده مطالب

ورته مطالب