د افغانستان کرېکټ لوبه “افسانوي کیسو په شان ښکاري
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان کرېکټ لوبه "افسانوي کیسو په شان ښکاري"

د اېم سي سي مشر ماتیو فلېمنګ له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې بریا حیرانوونکې وبلله او ویې ویل، چې لارډز لوبغالي کې په نړیواله کچه د افغانستان کرېکټ لوبه "افسانوي کیسو په شان ښکاري ".

ماتیو فلېمنګ یو له هغو کسانو و چې افغانستان ته یې سفر وکړ او هلته یې د کرېکټ په لومړنیو ورځو کې د دغې لوبې له ودې سره مرسته وکړه.