فوټبال: د برازيل، فرانسې او انګلستان لوبغاړي پاکستان کې لوبه کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د برازيل تکړه لوبغاړي رونالډينو ۹۷ لوبې کړې او د برازيل د لوبډلې لپاره يې ۲۳ ګولونه ترسره کړي

د نړۍ اووه مشهور فوټبالران د پاکستان په دوو ښارونو کې د لېژر ليګ له خوا نمايشي سياليو کې برخه اخلي.

د برازيل د مشهور فوټبالر رونالډينو او رابرټو کارلوس په ګډون اووه لوبغاړي اسلام اباد ته رسېدلي او هلته يې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سر کتلي دي.

په دغو لوبغاړو کې د بریتانيا راين ګګز، د فرانسې رابرټ پيريز او نکلولس انېلکا، د هالنډ جارج بوټينګ او د انګلستان ډېوېډ جمېز هغه لوبغاړي دي چې په دې سياليو کې برخه اخلي.

د برازيل تکړه لوبغاړي رونالډينو ۹۷ لوبې کړې او د برازيل د لوبډلې لپاره يې ۲۳ ګولونه ترسره کړي چې د ۲۰۰۲ کال د فيفا نړيوال کپ په ګټلو کې يې لوی رول درلود.

دغه اووه لوبغاړي د شنبې په سهار له دوبۍ څخه په ځانګړې الوتکه کې اسلام اباد ته ورسېدل

لومړۍ نمايشي لوبه به کراچۍ کې د عبدالستار ايدهي هاکي لوبغالي کې وشي او ټاکل شوې دوهمه لوبه د يکشنبې په ورځ په لارهور کې ترسره شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مانچسټر يونايټېډ پخوانی لوبغاړی او روزونکی راين ګېګز هم په دې لوبو کې برخه اخلي

په هره لوبډله کې به اووه لوبغاړي وي، د يوې لوبډلې کپتان رونالډينو او د بلې راين ګېګزدی.

پاکستان کې د فوټبال مينه وال دغو سياليو ته په ښه سترګه ګوري او خوشاله دي چې د خوښې لوبغاړي يې پاکستان ته ورغلي.

د يادولو وړه ده چې له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا پاکستان کې نړيوالې سيالۍ نه دي شوې، خو د پاکستان پرېميرليګ سيالیو پايلوبه او اوس پاکستان ته د نړيوالو فوټبالرانو تلل په دې لاره کې يو لوی ګام بلل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب