کریکټ: جامې وباسئ، معاش واخلئ

. د انځور حقوق RAHUL SAMANTHA HETTIARACHCHI
Image caption د لوبغالي کار کوونکو له ځان سره اضافه کالي نه و راوړي.

د سریلانکا کریکټ بورډ د همبنټوټا لوبغالي له هغه کارکوونکو بخښنه غوښتې چې له زمبابوې سره د یوه ورځنیو لوبو تر لړۍ وروسته ترې غوښتل شوي وو، د بورډ له خوا ور کړل شوې جامې بېرته بورډ ته وسپاري.

د سیالۍ په وروستۍ ورځ د سریلانکا کریکټ بورډ د لوبغالۍ لنډمهالو کارکوونکو ته وویل، معاش به در کړو، خو پر تن کړي کالي مو بېرته کریکټ بورډ ته وسپارئ.

* کرېکټ: راشد خان د ریکارډونو لړۍ کې

* د مېندوارۍ لپاره یو کال رخصتۍ

* هندۍ پېغله د باډي بیلډرۍ نړیواله اتله شوه

د سریلانکا د سنډي ټایمز ویبپاڼې پر بنسټ، د لوبو پر مهال کابو ۱۰۰ ځوانان د لوبغالي د پاکوالي او منظموالي لپاره ګومارل شوي وو چې هره یوه ته یې ۱۰۰۰ سریلانکايۍ روپۍ ور کول کېدې.

د لوبغالي کار کوونکي وار له مخه د کریکټ بورډ په پرېکړه نه خبر کړل شوي، کله یې چې د کریکټ بورډ له خوا ور کړل شوي لباسونه بېرته کریکټ بورډ ته ورکړل، نو دوی بیا په لوبغالي کې نیملوڅ ګرځېدل.

اوس د سریلانکا کریکټ بورډ له خپلې دغې غوښتنې بخښنه غوښتې او ویلي دي:" د پېښې له مسوولانو سره به قانوني چلند وشي، خو پر دې سربېره له ټولو کارکوونکو بخښنه غواړو. موږ هڅه کوو، خپله تېروتنه جبران کړو."

د انځور حقوق AFP
Image caption سیالي زمبابوې لوبډلې وګټله.

د زمبابوې او سریلانکا لوبډلو تر منځ د یوه ورځنیو لوبو لړۍ دوه پر یو پایلې سره د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې وګټله.

اړونده مطالب

ورته مطالب