۳۹ کاله وروسته یوه برتانوۍ د وېمبېلډن نیمه پایلوبې ته ورسېده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جوانا وايي له نهه کلنۍ دا خوب لیده.

د برتانیا د وېمبېلډن لوبغاړې جوانا کونټا د رومانیا سیمونا هیلپ ته ماتې ور کړه.

دا له ۱۹۷۸ کال راهیسې ړومبی ځل دی چې د وېمبېلډن نیمه پایلوبې ته یوه برتانوۍ لوبغاړې رسېږي.

د برتانیا ورجینیا وېډ ۴۰ کاله مخکې او پر ۱۹۷۷ کال د وېمبېلډن پایلوبه کې بریالۍ شوې وه.

* هندۍ پېغله د باډي بیلډرۍ نړیواله اتله شوه

* د کوټې ناهیده اڅکزۍ: ما به له هلکانو سره تمرین کاوه

* د يوګانډا يوه بېوزله نجلۍ څه ډول د شطرنج اتله شوه؟

جوانا کونټا د ټېنیس نړیواله درجه بندۍ کې شپږم نمبر ده.

نوموړې د سې شنبې په ورځ پاولوبه( کوارټر فاینل) کې سیمونا هېلپ ماته کړه.

دغې برتانوۍ لوبغاړې له دوو ګړیو ډېره سیالۍ کې له بري وروسته بي بي سي ته وویل: " ان چې نهه کلنه وم، تل مې پر خپله وړتیا باور و او تل مې دا لوی خوب لیده".

خو وايي، دغه خوب ته د رسېدلو لپاره یې د سوچ وهلو پر ځای کار کړی دی: "خوب ته مې ډېر وخت نه دی ور کړی، ډېر کار مې کړی دی، بس پر خپل ځان باور لرم".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جوانا کونټا وايي، د خپل خوب ریښتیا کولو لپاره یې د خوب پر ځای کار کړی دی.

د برتانیا د وېمبېلډن پخوانۍ اتله ۷۲ کلنه ورجینیا وېډ د جوانا کونټا د سیالۍ د لیدلو لپاره د وېمبېلډن لوبغاړي ته تللې وه.

هغې د جوانا کونټا له بري وروسته وویل: "موږ جوانا کونټا ته ډېر خوشال یو. ماته پته ده چې د سیالۍ پر مهال څومره فشار وي".

اوس به د وېمبېلډن پایلوبه کې جوانا کونټا د امریکا له وینس ویلیمز سره د پنجشنبې په ورځ لوبېږي.

جوانا کونټا له وینس ویلیمز سره په تېرو پنځو سیالیو کې هم له هغې درې ګټلې دي.

خو بیا هم وايي، چې وینس ویلیمز یوه نامي اتله ده او له هغې سره پر لوبېدلو ویاړي.

اړونده مطالب