لندن کې د افغانستان او اېم سي سي ترمنځ کرېکټ لوبه د انځور په ژبه

د افغانستان او اېم سي سي لوبه د جولای میاشت پر ۱۱ د لندن په مشهور لوبغالي لارډز کې چې د کرېکټ کور بلل کېږي ترسره شوه.

لاندیني عکسونه لندن مېشتي عکاس زیارمل غرغښت بي بي سي پښتو ته استولي دي.

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

د لوبې پچه اېم سي سي‌ ګټلې وه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

اېم سي‌سي په ۴۰ اوورونو کې ۲۱۷ منډې وکړې. افغانستان په ۵ اوورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۳۱ منډې وکړې.

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

لارډز لوبغاړي کې اېم سي سي سره د افغانستان لوبه له ډېرو اړخونو د پام وړ وه او بل دا چې اوس افغانستان د ای سي سي بشپړ غړیتوب خپل کړی نو دې لوبې ته د نړیوالو پام ډېر اوښتی و.

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

لوبې ته نه یوازې له برتانیا بلکې د اروپا له ځینو هېوادونو د افغانستان د کرېکټ مینه وال راغلي ول او په خورا شوق یې لوبه کتله.

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

بل لور ته لوبغالي کې شهزاد ته یو شمېر کمپاین کوونکو ګډون کړی و او د شعارونو په پورته کولو یې له ای سي سي غوښتنه کوله " شهزاد وبخښي. "

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

شاه پور ځدراڼ د توپ اچوونې پر مهال د ګډونوالو له خوا ډېر تشویقېده.

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

د راشدخان ځغاسته به هم د مینه والو په چکچکو بدرګه کېده.

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

د اېم سي سي لوبډله کې پام وړ توپ اچوونکي نه ول. یوازې ټېم مورتا او ډاکرېل داسې لوبغاړي ول چې د نړیوالو لوبو تجربه یې لرله.

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

د لوبو پر مهال څو څو ځلې باران ورېدو او سړې هوا لوبه دروله او کتونکي خوندي ځای ته تلل. خو د باران له درېدو سره به ټول بېرته ستانه شول.

د انځور حقوق Ziarmal Gharghasht

د باران ورېدو له امله ‌لوبه لغوه شوه، ګټونکې او بایلونکې لوبډله معلومه نه شوه.