کرېکټ: افغان نولس کلنو سینګاپور هم مات کړ

. د انځور حقوق ACB/FACEBOOK
Image caption دا په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې دویمه پرلپسې بریا ده.

په سینګاپور کې د کرېکټ د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو د غوراوي په پړاو کې افغان ملي لوبډلې د سینګاپور نولس کلنو لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ور کړه.

دا په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې دویمه پرلپسې بریا ده.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې په اتو ویکټو مالیزیا لوبډلې ته هم ماتې ور کړې وه.

د لوبې پچه سينګاپور لوبډلې وګټله او پخپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۲۶ اورونو کې یې افغان لوبډلې ته د ۹۳ منډو هدف ورکړ.

د افغان توپغورځوونکو له لوري یوسف ځاځي پنځه، نوین الحق درې او ظاهر پکتین دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

په افغان نولس کلنو ملي لوبډله کې نوید عبید ۳۰، عمران محمدي ۲۷ او طارق ستانکزي ۲۵ منډې وکړې.

د لوبې د کار لوبغاړی يوسف ځاځی وټاکل شو چې ۵ ويکټې يې اخيستي وې.

دا یو ورځنۍ سیالۍ په سینګاپور کې روانې دي، چې پر کوربه هېواد سربېره د افغانستان، مالیزیا او نیپال لوبډلې پکې ګډون لري او د جام ګټونکې لوبډله به په ۲۰۱۸ کال له اسیا لویې وچې د نولس کلنو لوبډلو د کریکټ په نړیوال جام کې ولوبېږي.

د انځور حقوق ACB/FACEBOOK
Image caption افغان لوبډلې تر دې وړاندې په اتو ویکټو مالیزیا لوبډلې ته هم ماتې ور کړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب