کرېکټ: د افغان نولس کلنو له خوا سینګاپور ته خورا ستره ماتې

. د انځور حقوق ACB
Image caption دا د افغان نولس کلنو پرلپسې پنځمه بریا ده

په سینګاپور کې د کرېکټ د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو د غوراوي په پړاو کې افغان لوبډلې د د سینګاپور لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو په توپیر خورا ستره ماتې ور کړه.

دا د نولس کلنو په روان اسیايي جام کې د افغان لوبډلې پنځمه پرلپسې بریا ده. افغان لوبډله دمګړۍ په دغو لوبو کې لس امتیازونه لري.

د لوبې پچه سينګاپور وګټله او افغان لوبډلې ته يي د توپوهنې بلنه ورکړه، چې افغان نولس کلنو د ټولو اوورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۴ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۷۳، درویش رسولي ۷۱ او طارق ستانکزي ۵۵ منډې جوړې کړې.

سینګاپور لوبډلې ته دا هدف ډېر ستر او لوړ وو. ځکه د دوی لوبغاړي د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ډېر ونه درېدل.

سینګاپوري لوبډلې په اتلسم اور کې د ۸۱ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه افغان لوبډلې د ۲۲۴ منډو په توپیر سره وګټله.

افغان توپغورځوونکو له ډلې مجیب ځدراڼ د سیالې لوبډلې څلور او یوسف ځاځي درې لوبغاړي وسوځول.

د انځور حقوق ACB
Image caption د افغان لوبډلې راتلونکې لوبه به سبا پنجشنبه د جولای ۲۵مه له نیپال لوبډلې سره وي.

د لوبې د کار لوبغاړی هم ابراهیم ځدراڼ وټاکل شو چې ۷۳ منډې کړې وې.

د افغان لوبډلې راتلونکې لوبه به سبا پنجشنبه د جولای ۲۵مه له نیپال لوبډلې سره وي.

دا یو ورځنۍ سیالۍ په سینګاپور کې روانې دي، چې پر کوربه هېواد سربېره د افغانستان، مالیزیا او نیپال لوبډلې پکې ګډون لري او د جام ګټونکې لوبډله به په ۲۰۱۸ کال له اسیا لویې وچې د نولس کلنو لوبډلو د کرېکټ په نړیوال جام کې ولوبېږي.

ورته مطالب