د فوټبال نړیوال فدراسیون"فیفا" پلاوی کابل ته راځي

فوټبال
Image caption دغو استازو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، د فوټبال نړیوال فدراسیون دوی ته خبر ورکړی چې په نژدې راتلونکې کې کابل ته خپل استازي ورلېږي.

د افغانستان د ۲۲ ولایتونو د فوټبال ادارو ریسانو او استازو د فوټبال نړیوال فدارسیون له استازو وغوښتل چې افغانستان د خپل سفر پر مهال دوی له پامه ونه غورځوي.

د ولایتونو دغو استازو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل د فوټبال نړیوال فدراسیون دوی ته خبر ورکړی چې په نژدې راتلونکې کې کابل ته خپل استازي ورلیږي.

د زابل ولایت د فوټبال فدراسیون مشر سید آغا ستانکزي ګواښ وکړ که د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي او د دغه فدراسیون د مشرتابه لپاره ټاکنې ونه شي نو د فدراسیون دروازې به وتړي او هلته به خیمې ووهي:

''موږ سل په سله په دې ډاډه یو چې د فوټبال فدراسیون به دا پلاوي راولي او د فوټبال فدراسیون دننه به ټولې خپلې کړنې ورته ښيي. هغه ریسان او سرپرستان چې دوی ټاکلي له پلاوي سره به یې کېښنوي او هر څه به دې پردې تر شا تر سره کیږي. موږ د فوټبال فدارسیون ته ګواښ کوو او له اړوندو ادارو جدي غوښتنه کوو چې له پلاوي سره زموږ لېدنې ته زمینه برابره کړي چې له اصلي ستونزو یې خبر کړو''.

ټاکل شوې وه چې د فوټبال فدراسیون ټاکنې څو میاشتې مخکې ترسره شوې وای خو د ځینو خواوو د لاسوهنې او نورو ستونزو له کبله ځنډول شوې دي.

فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشرتابه ټاکنې ځنډولې

فیفا وايي افغانستان کې فوټبال کم ساری پرمختګ کړی

افغانستان د فیفا په درجه بندۍ کې رامخته شوی

تمه ده چې د فیفا پلاوي په راتلو سره د فوټبال فدراسیون د مشرتابه لپاره د ټاکنو نیټه هم معلومه شي.

په وروستیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو ځوانانو لوبډلې د مرکزي اسيا پنځو هېوادونو په وروستۍ لوبه کې ازبکستان ته ماتې ورکړه او دغه اتلولي يې خپله کړه. خو د اسیا د ۲۳ کلنو فوټبال لومړنیو یا مقدماتي سیالیو په لړ کې هغو پر له پسې سختې ماتې وخوړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په وروستیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو ځوانانو لوبډلې د مرکزي اسيا پنځو هېوادونو په وروستۍ لوبه کې ازبکستان ته ماتې ورکړه او دغه اتلولي يې خپله کړه

افغانستان په ١٩٢٢ کال کې د فوټبال فدراسيون جوړ کړ.

په ١٩٥٠ مو کلونو کې افغانستان د اسيا د فوټبال فدراسيون په بنسټ اېښودونکو هېوادونو کې و.

خو د کلونو کلونو جگړې په دې مانا شوې چې د فوټبال په ډگر کې ايله اوس افغانستان لاسته راوړنې ولري.

اړونده مطالب

ورته مطالب