د افغانستان کرېکټ بورډ: اړتیا نه وینو د پاکستان له کرېکټ بورډه بخښنه وغواړو

شهریار د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهر یار خان وايي، یوه ورځ ښاغلي مشعل ما سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې نظر ډېر مثبت و، خو په بله ورځ یې د پاکستان په اړه ډېره سیاسي خبرپاڼه خپره کړه،

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي دوی له نورو هېوادونو سره د خپلو ګټو پر بنسټ اړیکي ساتي او په داسې حال کې دې څوک له دوی د بخښنې غوښتلو تمه نه لري، ځکه دوی هم دا تمه نه لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته وویل:"دا چې څوک غواړي له افغان لوري سره ښې اړیکي ولري یا هم نه، دا د هغوی خپله پرېکړه ده" خو دوی هڅه کوي د ګډو ګټو په ساتلو سره خپل اړیکي ټینګ وساتي.

وړاندې تر دې د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکي ویلي، تر هغه یې افغان لوري ترې بښنه نه وي غوښتې، له افغانستان سره بیا اړیکې نه رغوي.

د دواړو هېوادونو د کرېکټ بورډونو ترمنځ اړیکي د تېر جون میاشتې په ۳۱مه په کابل کې د هغه موټر بم چاودنې له امله خرابې شوې چې له امله یې تر سلو ډېر کسان ووژل شول او سلګونه نور په کې ټپیان شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دواړو هېوادونو د کرېکټ بورډونو ترمنځ اړیکي د تېر جون میاشتې په ۳۱مه په کابل کې د هغه موټر بم چاودنې له امله خرابې شوې.

په کابل کې د بم تر چاودنې او پر ټولنیزو شبکو له ګڼو غبرګونونه وروسته چې پاکستان سره د لوبې د نه ترسره کول یې غوښتل، د افغانستان کرېکټ بورډ تویټ وکړ چې له پاکستاني لوري سره یې د دوه اړخیزې لوبې هوکړه لغوه ده.

دې مسلې هغه وخت زور واخیست چې د افغانستان کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې د کابل د چاودنې د پړې ګوته پاکستان ته ونیوه او ویې لیکل، له هغه هېواد سره چې ترهګرو ډلو ته خوندي ځایونه او امکانات برابروي، هوکړه اعتبار نه لري.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر شهریار خان په لاهور کې خبریالانو ته وویل:" یوه ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ مشر (عاطف مشعل) ما سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې نظر ډېر مثبت و، خو په بله ورځ یې د پاکستان په اړه ډېره سیاسي خبرپاڼه خپره کړه، نو ځکه موږ ورته وویل له تاسو سره هېڅ نه لرو."

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان کرېکټ بورډ مشر، وروسته پر خپل دریځ پېښمانه و او د ده په خبره شخصي بخښنه یې هم غوښتې ده، خو د پاکستان کرېکټ بورډ پرېکړه کړې تر هغه چې په عام محضر کې بخښنه ونه غواړي دوی به له افغانستان سره د اړیکو پر رغولو غور ونه کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په دغه پېښه کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل ول.

خو ښاغلی مشعل د افغانستان د کرېکټ بورډ پر ټویټرپاڼې هم لیکلي چې:"د پاکستان د کرېکټ بورډ په ګډون زموږ اړیکي له نورو کرېکټ بورډونو سره پر دوه اړخیز درناوي او ملي ګټو ولاړ دي، او موږ د بخښنې غوښتلو اړتیا نه وینو."

په کابل کې تر بمي چاودنې درې ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر په مشرۍ یوه پلاوي له شهریار خان سره په لاهور کې ولیدل.

دواړه بورډونه هوکړې ته ورسېدل چې ملي لوبډلې به یې په اګسټ میاشت کې په کابل او اسلام اباد کې دوستانه شل اوریزې لوبې تر سره کړي.

افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دا وروستیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د ټیسټ لوبو بشپړ غړیتوب تر لاسه کړی دی.

اړونده مطالب