د فوټبال ستوری رونالډو د مالیې نه ورکولو په تور محکمې ته ولاړ

کریستیانو رونالدو د انځور حقوق AFP
Image caption کریستیانو رونالدو له مالیې د سرغړونې تور رد کړی دی.

پېژندل شوی پرتګالی فوټبال لوبغاړی کریستیانو رونالډو د تر ۱۶ میلیون ډالرو ډېر مالیاتي سرغړونې په تور،نن دوشنبه (د جولای ۳۱) اسپانیې کې محاکمې ته حاضر شو.

محکمې د رییل ماډرېد فوټبال کلب دغه لوبغاړی په دې تورن کړی چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کال ترمنځ یې د خپلو خرڅو شویو عکسونو پر ګټې مالیه نه ده ورکړې.

تېر کال ژمی داسې اسناد راووتل چې ښيي رونالډو د مالیې د نه ورکړې په موخه خپل عاید هغو بانکونو کې ساتي چې له مالیې خوندي دي.

د څارنوالانو په وینا، رونالډو په دې تورن دی چې "په ۲۰۱۰ کال کې د جوړ شوي شرکت له جوړښته یې په ګټې اخېستو په هسپانیه کې د پلورل شویو عکسونو عاید پټ ساتلی" چې دا په ښکاره په دغه هېواد کې له مالي ژمنو سرغړونه ده.

رونالډو دغه تور رد کړی دی. تېره میاشت د هغه منیجر وویل، رونالډو داسې څه نه لري چې پټ یې کړي او له همدې کبله له قضايي تحقیقاتو هم نه وېرېږي.

کارپوهان وايي که دغه پرتګالی لوبغاړی مجرم وپېژندل شي، کېدای شي لږترلږه ۲۸ میلیونه یورو جریمه شي او درې نیم کاله بندي شي.

تېر کال د بارسېلونا د فوټبال کلب یو بل وتلی لوبغاړی لیونل مسي د مالیاتي سرغړونې په جرم په ۲۱ میاشتو زندان محکوم شو. تېره اوونۍ محکمې حکم وکړ چې مسي کولی شي د ۲۵۰ زره ډالرو نغدې جریمې په ورکړې زندان ته له تګه معاف شي.

اړونده مطالب