لاس انجلیس د ۲۰۲۸ اولمپیک کوربه توب منلی

كارل لويس د انځور حقوق Getty Images
Image caption لاس انجلیس وړاندې په ۱۹۳۲ او ۱۹۸۴ کلونو کې دوه ځلې د اولمپیک سیالۍ چمتو کړې وې.

د امریکا لاس انجلیس ښار د ۲۰۲۸ کال د اولمپیک لوبو د کوربه توب منلو ته غاړه اېښې ده، چې د اولمپیک ۲۰۲۴ پاریس لپاره یې لاره هواره کړه.

د اولمپیک نړیوالې کمېټې په تېره جونمیاشت کې د راتلونکو اولمپیک لوبو لپاره یوازې د لاس انجلیس او پاریس د کوبه توب د نوماندېدو په اړه رایه ورکړه.

دواړه ښارونه د ۲۰۲۴ کال د اولمپیک سیالیو کوربه توب غواړي.

د اولمپیک چارو یوې سرچینې بي بي سي سپورت ته ویلي، د امریکا دغه ښار اوس منلې ده چې په ۲۰۲۸ کال د اولمپیک سیالیو کوربه توب وکړي، ځکه دغه ښار غواړي په دې سره د اولمپیک له کمېټې مالي امتیاز ترلاسه کړي.

د هامبورګ وګړو د اولمپيک کوربتوب رد کړ

اولمپیک ۲۰۱۶: د افغانستان لومړنۍ سیالي

د عکسونو البوم: د ریو اولمپیک سیالۍ

د لاس انجلیس د نوماندېدو د دوسیې څارونکي ډلمشر کاسي ووسرمان د روانې اونۍ پیل کې ویلي وو "دواړه ښارونه څنګ په څنګ د اولمپیک خدمتونو ته ولاړ دي".

په ورته وخت کې، د لاس انجلیس ښاروال اریک جارسټي ویلي: "یوځل بیا اولمپیک راژوندی کوو، له شک پرته دا یوه ښه معامله ده".

د انځور حقوق 40787183
Image caption په ریو دي نیرو اولمپیک سیالیو کې روسۍ ډېر وزن لرونکې لوبډله له ګډون نه محرومه شوې وه.

لاس انجلیس وړاندې په ۱۹۳۲ او ۱۹۸۴ کلونو کې دوه ځلې د اولمپیک سیالۍ چمتو کړې وې.

د پاریس ښاروالې انا هیدالوګ ویلي "پاریس او لاس انجلیس په نړیواله کچه دوه ښکلي ښارونه دي، د اولمپیک مسله کې دواړه ملاتړي چې غواړي د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۸ کلونو اولمپیک کوربه توب وکړي".

دا زیاتوي: "لکه څرنګه چې ننني اعلان کې جوته شوه، د اولمپیک نړیوالې کمېټې او د دواړو ښارونو ترمنځ خبرې روانې دي. موږ پوهېږو چې پرېکړه به د ټولو غاړو په ګټه کېږي. غالباً لیما کې تر راتلونکې ناستې وړاندې به هوکړې ته رسېږو".