د فوټبال تاریخ کې ګرانبیه لېږد؛ نیمار له بارسلونا ځي

نيمار د انځور حقوق EPA
Image caption پاریس جرمن ته د نیمال احتمالي تګ له ډېر وخت راهیسې مطرح شوی و، خو د چارشنبې په ورځ یې بالاخره بارسلونا کې خپلو ملګرو لوبغاړو ته خپله پرېکړه واوروله چې دا ډله پرېږدي.

برازيلی فوټبالر نيمار له بارسلونا لوبدلې په یوه لوړه بیه پاريس سېنټ جرمن لوبډلې ته د تلو په حال کې دی. بارسلونا لوبډلې مشرانو د خپل دغه ۲۵ کلن لوبغاړي د تلو خبر تایید کړی دی.

د پاريس لوبډلې ته نيمار د ورکړې لپاره باید دا لوبډله بارسلونا ته تر ۲۶۰ ميلیونو ډالرو ډېر لګښت ورکړي.

پاریس جرمن ته د نیمال احتمالي تګ له ډېر وخت راهیسې مطرح شوی و، خو د چارشنبې په ورځ یې بالاخره بارسلونا کې خپلو ملګرو لوبغاړو ته خپله پرېکړه واوروله چې دا ډله پرېږدي.

د بارسلونا لوبډلې مشر ارنسټو والوردو وویل، بارسلونا نن نیمار ته اجازه ورکړه چې لوبډله کې تمرین ونه کړي او پرځای یې د لېږد خپلې پاتې چارې بشپړې کړي.

له بارسلونا نه د نیمار د تللو د اجازې اعلانېدو خبر دوې ورځې وروسته تر هغه خپرېږي چې بارسا ګواښ کړی و که پاريس جرمن له نیمار سره تړون وکړي، د فوټبال مالي چارو د څارونکو بنسټ ته به دا مسله وسپاري.

نیمار په ۲۰۱۳ کال بارسلونا ته له برازیلۍ لوبډلې سنتوس څخه د ۴۸٫۶ میلیون یورو په مقابل کې لېږدېدلی و او په ۲۰۱۶ یې خپل تړون د پنځو کلونو لپاره بیا نوی کړ.

د اسپانیا څارنوالي نیمار ته د فساد له کبله ۲ کاله بند غواړي

ارجنټاین کې د لیونل میسي 'د پېړۍ واده'

پر فوټبال لوبغاړي نیمار د ټګي برګي رسمي تورونه لګیدلي

د برازیلي لوبغاړي نیمار د محاکمې اجازه ور کړی شوه

د نیمار وکیل واګنر ریبرو چې پاریس ته تللی، تېر کال ویلي وو، پاریس جرمن دغه برازیلي لوبااړي ته له مالیو د معاف کېدو مقابل کې اونۍ کې د ۶۶۰ زرو یورو وړاندیز کړی و.

نیمار په وروستي ځل امریکا کې د نړیوالو اتلولیو لوبه کې د بارسلونا په ګټه ولوبېد او بیا د خپلو تبلیغاتي چارو لپاره چین ته سفر وکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption نیمار د بارسلونا لپاره ۱۰۵ ګوله وهلي

هغه د تېرې سې شنبې په ورځ اسپانیا ته ستون شو او نن په تمرین کې راڅرګند شو چې خپلو ملګرو لوبغاړو ته د تګ خبر واوروي.

نیمار د بارسلونا لپاره ۱۰۵ ګوله وهلي او دوه ځلې د اسپانیا له لالیګا اتل شو او یوځل د اروپا د اتلولویو د لیګ اتل شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیمار په ۲۰۱۳ کال بارسلونا ته له برازیلۍ لوبډلې سنتوس څخه د ۴۸٫۶ میلیون یورو په مقابل کې لېږدېدلی و او په ۲۰۱۶ یې خپل تړون د پنځو کلونو لپاره بیا نوی کړ.

اړونده مطالب

ورته مطالب