نېمار: د پېسو لپاره له نوې لوبډلې سره نه یم یو ځای شوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نېمار وايي، هدف یې د پېسو ګټل نه دي

برازیلي فوټبال ستوري نېمار وايي، ځینې خلک فکر کوي، چې دی د پېسو لپاره له بارسلونا لوبډلې پي ایس جي جیرمان لوبډلې ته ځي، چې په خبره یې دا د ده لپاره خواشینونکې ده.

دغه ۲۵ کلن لوبغاړی له فرانسوي کلب سره د ۲۲۲ میلیونو یورو بدل کې یو ځای شو او هر کال به ۴۵ میلیونه یورو ګټي.

نېمار به د شنبې پر ورځ د دغې لوبډلې له لوري لومړۍ لوبه کوي. نوموړي دا هم ویلي، چې ده ته ورکړل شوې حق الزحمه (دروند بار) نه دی. د لوبډلې مدیر ناصر الخلیفي هم دې لړ کې ویلي، چې بلې هرې لوبډلې به نیمار ته له دې هم ډېرې پېسې ورکړې وای.

نېمار ویلي، هغه کسان چې پرې د پېسو لپاره د بارسلونا پرېښوولو تور پورې کوي، دی سم نه پېژني:

''که زه پېسو پسې ګرځېدای، اوس به کوم بل هېواد کې له کوم بل کلب سره ملګری وای، زه په دې ډېر خواشینی یم، چې ځینې خلک اوس هم داسې فکر کوي او پي ایس جي کلبه منندوی یم چې باور یې راباندې کړی. ''

ناصر الخلیفي له نیمار سره ګډې غونډې ته وینا کې زیاته کړه:

''نېمار دلته د یوې جذبې پر بنسټ راغلی، د یوه داسې هدف لپاره چې دی پرې باوري دی. رښتیا خو دا دي، چې نوموړي بل هر ځای له هغه ډېرې پېسې موندلای شوای، چې موږ یې ورکوو. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نېمار به هر کال ۴۵ میلیونه یورو ګټي

د پاريس لوبډلې ته نيمار د ورکړې لپاره باید دا لوبډله بارسلونا ته تر ۲۶۰ ميلیونو ډالرو ډېر لګښت ورکړي.

پاریس جرمن ته د نیمال احتمالي تګ له ډېر وخت راهیسې مطرح شوی و، خو د چارشنبې په ورځ یې بالاخره بارسلونا کې خپلو ملګرو لوبغاړو ته خپله پرېکړه واوروله چې دا ډله پرېږدي.

اړونده مطالب

ورته مطالب