کندهار کې د شطرنج غوره لوبغاړو ټاکلو تورنمنټ

شطرنج د انځور حقوق AFP/Getty Images

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار ولایت کې د شطرنج لوبو پنځه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د ښوونځیو ۲۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې ده او د جوړېدو موخه یې د افغانستان د شطرنج ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو غوره کول ښودل شوي.

د کندهار ولایت د بدني روزنې سرپرست امر مدیر اغا بي بي سي ته وویل، په پام کې لري چې د شطرنج لوبو دا لړۍ ولسوالیو ته هم وغځوي:

"د کندهار د سپورت او بدني روزنې ریاست په دې ولایتکې د شطرنج د تورنمنټ پیلولو هڅې وکړې. وړاندې مو هم د کندهار احمد شاهي لوبغالي کې نور تورنمنټونه کړي. دا لړۍ مو ښوونځیو ته هم غځولې ده. دا لوبې به پنځه ورځې دوام کوي. "

له هلکانو سره لوبېدونکې نجلۍ د کرېکټ مینوالو زړونه وګټل

د شطرنج روسی اتل له برنډې لوېدلی او مړ شوی

۹ کلن ماشوم د شطرنج لوبې د "استاد" لقب وګاټه

د مدیر اغا په وینا، یادې سیالۍ دوې ورځې د شیرزي په نوم شخصي ښوونیز مرکز او پاتې درې ورځې به د کندهار ولایت د بدني روزنې په ریاست کې ترسره شي.

د دغه ولایت د سپورت د برخې چارواکي زیاتوي، دغو زده کوونکو ته د شطرنج ملي لوبډلې غړو له خوا روزنه ورکول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې ځینې وګړي د وختیري لپاره شطرنج لوبه کوي

د کندهار د بدني روزنې ریاست په خبره، دغه زده کوونکي چې د شطرنج لوبې روزنه ورکول کېږي، عمرونه یې له شلو څخه تر پنځویشت کلونو پورې دي.

له دې مخکې هم په کندهار کې د شطرنج لوبې د پراختیا موخه سیالۍ ترسره شوي وې، خو دا لومړی ځل دی چې د شطرنج لوبو دا لړۍ په ښوونیزو مرکزونو کې ترسره کېږي.

ورته مطالب