د استراليا طلايي پېغله د ۷۹ کلونو په عمر ومړه

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption اغلې کتبرټ په ۲۰۰۰ کال کې د اولمپیک څراغ هم ولېږداوه.

د استرالیا د ځغاستې د څلورو طلايي مډالونو ګټونکې بتي کتبرټ د ۷۹ کلونو په عمر ومړه.

اغلې کټبرټ ۱۸ کلنه وه چې په ۱۹۵۶ کال یې د میلبورن المپیک برخه واخیسته او د ۱۰۰ متره، ۲۰۰ متره او ۴۰۰ مترو په واټن ځغاسته کې یې درې د سرو زرو مډالونه پخپل نامه کړل.

اغلې کاتبرټ، د استرالیا د طلايي پېغلې په توګه مشهوره وه.

نوموړې تېره شپه د (ایم، ایس) په نامه د یوې عصبي ناروغۍ له امله چې د بدن د غړو حرکتونو اغېزمنوي، ومړه.

د استرالیا لومړي وزیر مالکولم ترنبول پخپل پیغام کې نوموړې د هر ډګر الهام بخښونکې او اتله مېرمن ګڼلې ده.

د هغې د ځغاستې ملګرې رایلین بویل وايي، که څـه هم اغلې کتبرټ اتله وه، خو چلند یې د عادي انسانانو غوندې و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اغلې کتبرټ په ۱۹۶۴ کال د توکیو د ۴۰۰ متره ځغاستې اتلولي هم ګټلې وه.

نوموړې د استرالیا (ای‌بي‌سي) ټلوېزیون ته وویل: "ننني تکړښتوال (سپورټ کوونکي) کولای شې، له اغلې کتبرټ څخه ډېر څه زده کړي."

اغلې کتبرټ چې په ۱۹۶۹ کال په (ملټيپل سکلوروسیس) ناروغۍ اخته شوې وه، چې په ۲۰۰۰ کال یې د اولمپیک څراغ هم ولېږداوه.

اغلې کتبرټ په ټوله کې ۹ نړیوال ریکارډونه لري او یوازینۍ استراليایۍ تکړښتواله ده چې د سرو زرو ۳ مډالونه یې ګټلي دي.

ورته مطالب