د پاکستان کرېکټ بورډ په هند کې پر سیالیو اعتراض کړی

د پاکستان کرېکټ بورډ ځانګړې کمېټۍ مشر وايي له هند پرته د لوبې لپاره نور خوندي ځایونه هم شته. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان کرېکټ بورډ ځانګړې کمېټۍ مشر وايي له هند پرته د لوبې لپاره نور خوندي ځایونه هم شته.

په داسې حال کې، چې د هند او پاکستان تر منځ سیاسي اړیکي خړ پړ دي، پاکستان کرېکټ بورډ په هند کې د ۱۹ کلنو پر کرېکټ سیالیو اعتراض کړی دی.

په پام کې ده دغه سیالۍ راتلونکې نومبر میاشت د هند بنګلور ښار کې ترسره شي، خو پاکستان کرېکټ چارواکي په کې د ګډون لپاره زړه نا زړه دي.

هند له مخکې د دغو لوبو تر سره کولو امتیاز تر لاسه کړی، خو د پاکستان کرېکټ بورډ مشر شهریار خان په وینا پاکستان به د اګست پر ۱۱ او ۱۲ مه اسیايي کرېکټ شورا په غونډه کې یوه بل ځای د دغو سیالیو تر سره کېدو غوښتنه وکړي.

کریکټ: د پاکستان او هند لوبډلې په چمپینز ټراپي کې سره مخامخېږي

کریکټ: هند پاکستان ته ماتې ورکړه

هند د کریکټ نړیوال جام سیالیو نندارې ته زرداري او ګیلاني وربللي

د پاکستان کرېکټ بورډ ځانګړې کمېټۍ مشر نجم سیټهي کریک اینفو سره خبرو کې ویلي:

"پاکستان همدا اوس د اسیا کرېکټ شورا مشرتوب پر غاړه لري او موږ به د اګست پر ۱۲ سریلانکا کې پر دې موضوع خبرې وکړو. له هند او پاکستانه پرته داسې خوندي ځایونه شته، چې دغه سیالۍ په کې تر سره کېدای شي ".

بل لور ته د ټایمز اف انډیا د رپوټ له مخې د هند کرېکټ کنټرول بورډ ( بي سي سي ای) وار له مخه له چارواکو نه د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو تر سره کولو لپاره رسمي اجازه غوښتې، چې په دغو سیالیو کې د پاکستانۍ لوبډلې د ګډون یادونه هم شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستان او هند ۱۹ کلن لوبغاړي له یوه بل سره نه دي مخامخ شوي.

د اي ایس پي این کرېکټ اینفو رپوټ کې د پاکستاني چارواکو له قوله ویل شوي، چې دوی په دغو سیالیو کې ګډون تاییدو، خو نه غواړو په لوبو کې د ګډون پر مهال زموږ لوبغاړي له کوم ډول نا امنه حالت سره مخامخ شي.

۲۰۱۳ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ له درې ورځنیو سیالیو لړۍ وروسته له یوه بل سره په ځانګړې لړۍ کې نه دي مخامخ شوي، خو د بېلا بېلو هېوادونو نړیوالو سیالیو کې یې اته سیالۍ کړې دي.

اړونده مطالب