شهناز: نړیوالو ته به نښه ویشتلو کې د پښتنو وړتیا ښیم

شهناز
Image caption شهناز بي بي سي ته وويل، غواړې د نښې ويشتلو په نړيوالو لوبو کې برخه واخلي او د پښتنو نوم نړیوالو ته وځلوي.

د پاکستان اویا کلن تاریخ پښتنو د لوبو ډګر کې ځان ځلولی. په وروستیو کې د پښتنو لوبغاړو د بریا ترڅنګ پښتنې لوبغاړې هم د لوبو په ډګر کې ښې ځلېدلې دي.

پاکستان کې د پښتنو لوبغاړو کامیابۍ ډېرې دي، خو نجونې هم د لوبو په میدان کې تر زلمو شاته نه دې پاتې شوې.

ماریا تورپېکۍ وزیره د سکواش په ډګر کې اوس ځلېږي، خو پښتنه لوبغاړې شهناز غواړي د نښې ویشتلو په لوبو کې ځانګړتيا خپله کړي.

شهناز بي بي سي ته وويل، غواړې د نښې ويشتلو په نړيوالو لوبو کې برخه واخلي او د پښتنو نوم نړیوالو ته وځلوي.

دا زیاتوي، ډېره خواري کوي او يو ورځ به لوی نوم وګټي.

د سکواش لوبغاړې ماريا تورپېکۍ سره مرکه

له وزیرستانه د سکواش اتله

مصرۍ نور الشربیني د ښځینه سکواش نړیواله اتله شوه

دا وخت د خيبر پښتونخوا د مختلفو لوبو ميدانونو کې د ځايي لوبډلو ترمنځ سيالۍ روانې دي، خو د باندنیو لوبډلو راتګ سره به دلته لوبې په اصلي معنا وده ومومي.

خيبر پښتونخوا په مختلفو لوبوکې يوشمير نامتو لوبغاړې پيدا کړي، خو کابو په تېره لسيزه کې د امنيتي ستونزو او مناسبو اسانتیاوو د نشتوالي لکبله دلته لوبو ته لوی زيان اوښتی.

دوه زلمي پښتانه لوبغاړي

Image caption دا پښتانه لوبغاړي هره ورځ د پېښور د سکواش په روزنيز مرکز کې تر پنځو ساعتو د سکواش تمرين کوي.

دا خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور دوه پښتانه کم عمره لوبغاړي د جاپان سکواش د کم عمره لوبغاړو په اتلولۍ کې لوبېدلي، چې دويم او دريم مقامونه یې ګټلي.

خوشحال ریاض او ارشد څوارلس کلونه عمرونه لري او د نهم ټولګي زده کوونکي دي.

دا پښتانه لوبغاړي هره ورځ د پېښور د سکواش په روزنيز مرکز کې تر پنځو ساعتو د سکواش تمرين کوي.

دواړه ژمن دي چې د لوبو په ډګر کې نړيوالو ته خپل قوت وښیي.

د سکواش دا پښتانه لوبغاړي به د راتلونکې اتلان وي، خو د پاکستان په اویا کلن ژوند کې ډېری پښتانه نړیوالې اتلوليو کې ښه ځلېدلي.

Image caption خوشحال ریاض او ارشد څوارلس کلونه عمرونه لري او د نهم ټولګي زده کوونکي دي.
Image caption خوشال ریاض د سکواش لوبغای دی

سکواش کې جهانګير خان او جانشیر خان لږ تر لږه شل کاله د نړۍ اتلولي درلوده.

دا چې اوس ولې سکواش کې پښتانه نه وینو، پخوانی اتل قمر زمان یې دلیل راته داسې په ډاګه کوي:

"پښتنو په هر ډګر کې لوړ ځای درلود، يوازې لوبې نه، هغه که د طب ډګر و او که نورې مسلکې زده کړې وې پښتنو پکې يوه ځانګړتيا درلوده. تاسې کرېکټ ته وګورئ، هاکي او فوټبال ته وګورئ، هر ځای پښتانه لوبغاړي ځلېدلي، خو اوس پښتانه وروسته پاتې دي؛ ځکه چې اوس لوبو ته د پخوا په شان پام نه شته او امنيتي ستونزو هم په خيبر پښتونخوا کې لوبو ته زیان رسولی دی. "