سي‌پي‌ايل: راشد خان اقتصادي توپ اچوونکی

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption راشد خان په څلورو اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۹ منډې ور کړي او دوه لوبغاړي یې سوځولي دي

د افغانستان د ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکي تر دې دمه د سي‌پي‌ایل په سیالیو کې تر نورو توپ اچوونکو اقتصادي توپ اچونه کړې ده.

نوموړی چې د امازون لوبډلې لپاره لوبه کوي، په درېوو لومړنیو لوبو کې ښه نه و ځلېدلی، د تېرې ورځې په لوبه کې یې، چې له لوسیا سټارز لوبډلې سره وه، په ۲،۲۵ ایکانومۍ سره توپ اچونه کړې، چې په روان سي‌پي‌ایل کې تر ټولو اقتصادي توپ اچونه ده.

راشد خان په څلورو اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۹ منډې ور کړي او دوه لوبغاړي یې سوځولي دي.

لومړی توپوهنه د لوسیا سټارز لوبډلې وکړه چې امازون لوبډلې ته یې د ۱۵۲ منډو هدف ور کړ.

د امازون لوبډله وتوانېده چې د راشد خان د ښې توپ اچونې په زور لوبه په وروستیو دوو بالونو کې وګټي.

د لوسیا سټارز لوبډلې ډېرې منډه جوړوونکی لوبغاړی چارلیس و، چې ۵۳ مندې یې کړې وې، خو د راشد په توپ یې خپله ویکټ له لاسه ور کړه.

د نوموړي دویم ښکار پاکستانی لوبغاړی کامران اکمل و، چې د دوو منډو تر جوړولو وروسته یې له مخې ليرې کړ.

پر دې سربېره نوموړي په ډګر ساتنه کې هم د (کارن وال) کېچ ونیوه.

د تېرې ورځې د لوبې غوره لوبغاړی هم راشد خان ونومول شو.

محمد نبي او راشد ارمان لومړني افغان لوبغاړي دي چې د کارابین کرېکټ په غوره لیګ کې لوبه کوي.

محمد نبي هم وړمه ورځ د خپلې لوبډلې لپاره په نهو توپونو ۲۴ منډې کړې وې او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې هم سوځولي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لوبې غوره لوبغاړی راشد ارمان ونومول شو

اړونده مطالب

ورته مطالب