مشعل: له پرېکونوالو سره به قانوني چلند وشي

لطف الله مشعل د انځور حقوق ACB
Image caption ښاغلي مشعل ویلي، په په کرېکټ بورډ کې اصلاحات د ځینو خوښ نه دي، ځکه بیا دغه ډول منفي تبلیغات کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، د بورډ له کار کوونکو چې له کرېکټ بورډ سره یې پرېکون اعلان کړی، دوی ته رسماً هېڅ نه دي ویلي، چې په وینا یې دا یو بې قانونه او نا مسلکي عمل دی او له دوی سره به د کرېکټ بورډ له قوانینو او اصولو سره سم چلند کېږي.

ښاغلی مشعل وايي، پرېکونوالو بې قانونه کار کړی دی، چې نه پکې د تفاهم لپاره ځای شته او نه د بحث او مباحثې وړ دی.

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره ځانګړې مرکه کې ښاغلي مشعل وویل، دوی په دې هم نه دي خبر چې پرېکون کوونکو استعفا کړې او که نه، ځکه په وینا یې له دوی یا اړوند چارواکو سره د خپلو ستونزو شریکولو پرځای دغو کسانو په خپل سر په خواله رسنیو کې پرېکون اعلان کړی دی.

نوموړي دغه چاره د کرېکټ بورډ د 'تخریب ' هڅه بللې.

له دې مخکې د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې یو شمېر کار کوونکو له دغې ادارې سره د پرېکون اعلان پر مهال وویل، چې د کرېکټ بورډ مشر د دوی په وینا نامسلکي کړنې تر سره کړې او ترڅنګ یې مسلکي او تجربه لرونکي کار کوونکي له دندو ګوښه کوي.

عاطف مشعل د کرېکټ بورډ مشر وټاکل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ "مشر بدلېږي"

د کرېکټ بورډ د مشرتابه بدلون حل لاره ده؟

خو ښاغلي مشعل وویل، ځینې کسان چې مخکې له دندې ګوښه شوي د ده په ونیا دوی یې د ادري فساد په تړاو ثبوتونه یې لري او ژر به یې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

ښاغلي مشعل ویلي، په کرېکټ بورډ کې اصلاحات د ځینو خوښ نه دي، ځکه بیا دغه ډول منفي تبلیغات کېږي او پرېکون کونکو یو ' دسیسه ګر خوځښت ' کړی دی، چې په خبره یې د یوې ویاړلې ادارې د بدنامولو دغه هڅه به ځینو کسانو ته 'ګرانه پریوځي. '

پرېکون کونکي وايي، د کرېکټ بورډ د نوي مشر کړنې تر ډېره تبلیغاتي بڼه لري او د عمل په ډګر کې ډېر لږ څه ترسره شوي دي.

د کرېکټ بورډ د رسنیو برخې مسوول عزیز غروال چې اوس یې له دغې ادارې سره پرېکون اعلان کړی وايي، د مشرتابه د کړنو زیان تر ډېره د افغانستان کرېکټ ته رسېده، ځکه دوی د پرېکون پرېکړه وکړه:

''موږ د افغانستان د کرېکټ بورډ تګلاره ولیده، چې پر ناسم لوري روانه ده. افغانستان کې کرېکټ مخ پر شا روان دی او موږ بې له کوم سیاسي هدفه د کرېکټ ژغورنې لپاره راوتلي یو. اوسني مشرتابه د کرېکټ پرمختګ لپاره هېڅ نه دي کړي، خو د نړیوالې شورا د غړیتوب تر لاسه کولو ویاړ د ځان بولي، چې افغانستان کې د کرېکټ اړوندو ټولو کسانو او لوبغاړو د تېرو ۱۵ کلونو د هڅې او هاند پایله ده. ''

ښاغلی مشال د پرېکون کونکو شمېر څلور یا پنځه کسان بولي او وايي د کرېکټ بورډ د نورو کارکونکو په څېر یې کاري قرارداد یو کلن دی، چې اصولاً یې باید له فسخ کولو مخکې دواړه لوري یو بل ته رسماً خبر ورکړي.

نوموړی وايي پرېکون به د فساد مخنیوي کې د دوي پر وړاندې خنډ نه شي او نه به چا ته اجازه ورکړي، چې د کرېکټ بورډ دنده میراثي وبولي.

په پرېکونوالو کې د عاطف مشعل لوی سلاکار هم شامل دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب