سپین غر لوبډلې د غازي امان الله خان کرېکټ سیالیو اتلولي وګټله

ننګرهار د انځور حقوق ننګرهار ولايت رسنيو دفتر
Image caption ننګرهار کې سږ کال د خپلواکۍ کالیزه د بېلابېلو پروګرامونو په ترسره کولو ولمانځل شوه.

د یو ورځینو لوبو دغه سیالۍ شاوخوا یوه اونۍ وړاندې په خوست کې پیل شوې وې او پایلوبه د بوست او سپین غر لوبډلو ترمنځ وه.

بوست لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه، خو خپل لوبغاړي یې ژر ژر له لاسه ورکړل. د بوست لپاره تر ټولو ډېرې منډې طارق ستانکزي وکړې چې ۴۸ منډې وې، لوبډلمشر ګلبدین نایب ۳۱ منډې وکړې. نورو لوبغاړو د پام وړ لوبه ونه شوه کولای.

د دغې لوبډلې لوبغاړي کریم صادق او سمیع الله شینواری چې په مخکنیو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وو نن یې ښه لوبه ونه شوه کولای.

د سپین غر لوبډلې توپ اچونکو له هرې خوا پر بست لوبډلې فشار ډېر ساتلی وو. کریم جنت د سیالې لوبډلې پنځه او آفتاب عالم درې لوبغاړي وسوځول.

د خوست والیبال سیالیو اتلولي وحید لوبډلې خپله کړه

خوست: د دروېش په ۱۳۰ منډو سپین غر نیمه پایلوبې ته لار ومونده

د افغانستان خپلواکۍ ٩٨ کليزه پراخه ولمانځل شوه

د بست لوبډلې توپ اچونه ښه پیل شوه، او په لومړيو څلورو اوورونو کې یې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوخول.

د سپین غر لوبډلې د سر لوبغاړي پرله پسې وسوځېدل او داسې ښکارېده چې ښايي لوبه د بست لوبډله وګټي ځکه کیپټان ګلبدین نایب ډېره ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول.

خو د درویش رسولي او شفیق الله شفق یوې ښې او اوږدې ملګرتیا د توپ اچونکو پر وړاندې ښه مقاومت وکړ.

د انځور حقوق ننګرهار ولايت رسنيو دفتر
Image caption سپین غر لوبډلې دا لوبه په پنځو ویکټو وګټله.

درویش رسولي د ۱۲ څلوریزو پر مټ ۶۸ منډې وکړې شفیق الله هم ۳۲ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

سپین غر لوبډلې دا لوبه په پنځو ویکټو وګټله.

اړونده مطالب

ورته مطالب