د سپورت له نړۍ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سپورت له نړۍ

د اسلام اباد شمال ختيځ ګېلګېت بلتستان سکردو کې د موټرځغاستې ځانګړې سيالي شوې ده. د کولډ ډېزرټ يا سړې بېديا په نامه، دا سيالي چې د نړۍ تر ټولو لوړې بېديا کې د اګست له ۱۸ مې تر ۲۰ مې شوې، د پاکستان له لروبره په کې له سلو زيات ګاډو چلوونکو برخه درلوده. ګډونوالو ګاډو چلوونکو د دې سياليو لپاره د ځانګړي ډول ګاډي چمتو کړی وو.