د ترکمنستان لوبو کې ګډونکونکو لوبغاړو ته ۳۸ میلیونه افغانۍ

د انځور حقوق Getty Images

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان په سالون دننه سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون لپاره ۳۸ میلیونه افغانۍ بودیجه منظوره کړې ده.

ټاکل شوې چې شاوخوا ۲۲۰ شل تنه افغان لوبغاړي او ورسره پلاوی په راتلونکو دوو اونیو کې په دغو سیالیو کې د ګډون په موخه عشق آباد ته ولاړ شي.

د بدني روزنې ریاست مرستیال میرویس بهاوي بي بي سي ته وویل، د د وی د وړاندیز شوې بودېجې څخه شاوخوا شل میلیونه لږ ورکول شوي دي او دوی اوس هڅه کوي هغه لوبډلې سیالیو ته ولېږي چې د لاس ته راوړنو امکان یې ډېر وي.

''موږ د تګ راتګ او نور ټول لګښتونه چې محاسبه کړي وو ۵۷ میلیونه افغانۍ کېدل. حکومت یواځې ۳۸ میلیونه افغانۍ راته منظور کړې دي. اوس موږ یوه ښه تخنیکي ارزونه کوو او هغه لوبغاړي چې د لاس ته راوړنو چانس یې ډېر دی دغو سیالیو ته ولېږو او هغه چې یواځې د ګډون په موخه ځي، ونه لېږو. ''

د آسیا سالون دننه سیالۍ شاوخوا دوې اونۍ وروسته په عشق آباد کې د څه باندې ۶۰ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پیلیږي.

افغان ورزشي چارواکي وايي د حکومت مالي ملاتړ دوی ته دا وړتیا ورکوي چې له دغو لوبو ښې لاس ته راوړنې ولري.