افغان لوبغاړي له دې شپږېزې ډېره زده کړه کولى شي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سږکال شپږېزه کې ګڼ بهرني لوبغاړي، روزونکي، مبصرين او نور کارپوهان برخه لري

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د شپږیزه ليگ په پنځم پړاو کې د بهرنیو لوبغاړو ګډون د کورنیو هغو په زیان نه، بلکې په ګټه دی.

د شپږیزه کرېکټ لیګ پنځم پړاو کې پر افغان لوبغاړو سربېره ډېرو بهرنیو لوبغاړو، روزونکو او تخنیکي کسانو برخه اخیستې ده.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي‌بي‌سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، ټولو هغو کورنیو لوبغاړو ته چې په شپږیزه کې د لوبېدو وړتیا یې لرله، د لوبېدو موکه ورته برابره شوې ده:

"هغه روزونکي چې افغانستان ته راغلي، په کرېکټ کې ستر نومونه لري چې په سلګونو لوبې یې کړي او ځوان افغان لوبغاړي ترې ډېر نوي څه زده کولی شي."

افغان لوبغاړو په اسانۍ لوبډلو ته لار و نه ده موندلی، بلکې زیاترو یې د بولۍ یا لیلام له لارې لوبډلو خوښ او ویې پېرل، چې په تېر کې دې کار مخینه نه درلوده.

په لومړي ځل سږکال شپږ لوبډلې خصوصي ډګر ته د پانګونې لپاره وړاندې شوې وې. شاوخوا ۲۰ شرکتونو د لوبډلو پېرلو ته زړه ښه کړی و.

د ښاغلي مشعل په وینا تر اوسه په شپږېزه کې ۱۲۵ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې.

امنیتي تدابير

د افغانستان په شپږیزه کریکټ لیګ کې په لومړي ځل د بهرنیو لوبغاړو برخه اخیستو، د دوی د امنیت په اړه له یو شمېر کسانو سره اندېښنې پیدا کړي، خو ښاغلی مشعل وايي، نه یوازې د بهرنیو لوبغاړو بلکې په ټوله کې د شپږیزې د امنیت لپاره ځانګړي تدبیرونه نیول شوي دي:

"ولسمشر د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ د شپږیزه لیګ د امنیت لپاره کمېسیون ټاکلی چې سخت امنیتي تدابیر یې نیولي دي."

د شپږیزه لیګ پنځم پړاو د تېرو پړاوونو په پرتله غوړېدلی چې د بهرنیو لوبغاړو، روزونکو او مبصرینو راتلل، د شپږو لوبډلو پلورل او د لوبډلو له خوا پر لوبغاړو بولي، د سږنۍ شپږېزه لیګ نوي رنګونه دي.

د عکسونو البوم: کابلبازانو د پنځم پړاو لومړۍ لوبه وګټله

د شپږیزې کرېکټ لیګ پنځم پړاو ځانګړی رنګ

شاهد اپریدی: افغان کرېکټ شپږیزه کې برخه نه اخلم

په پیل کې پتېیل شوې وه چې د شپږیزه لیګ سیالۍ په تېره جولای میاشت کې تر سره شوې وای، خو د یو لړ عواملو له مخې یې ترسراوي سپټمبر میاشتې ته وځنډول شو.

شپږیزه کریکټ لیګ نن دوشنبه د سپتمبر ۱۱مه په کابل کې پیل شوی چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.

اړونده مطالب