د شپږیزې ښه لوبغاړي ښايي د پاکستان سوپرلیګ ته غوره شي

د انځور حقوق ACB
Image caption ښاغلي جونز دا خپل ویاړ وباله چې لومړنی استرالیايی ټېسټ لوبغاړی دی چې کابل ته راغلی

د پاکستان يونايټډ اسلام آباد کرېکټ لوبډلې روزونکى ډين جونز وايي هغه ځوانان چې په شپږيزه ليګ کې ښه وځلېږي ښايي د پاکستان سوپر ليگ سياليو لپاره يې د پېرلو هڅه وکړي.

ښاغلى جونز چې د استراليا پخوانى ټېسټ کرېکټ لوبغاړى دى او په سږنۍ شپږيزه کې به د مبصر دنده تر سره کوي د سیالیو په پرانيسته کې وويل "موږ هڅه کوو ستاسو د هېواد نړېوال ستوري ومومو، چې ځينې يې وار له مخه نړيوال ډگر ته راوتلي دي."

راشد ارمان، نبي عيسى خيل، شهزاد محمدي او ځينې نور افغان لوبغاړي په بهرنيو ليگونو کې لوبېدلي او ځلېدلي دي.

همدا راز ښاغلي جونز دا خپل ویاړ وباله چې لومړنی استرالیايی ټېسټ لوبغاړی دی چې کابل ته راغلی او هیله یې څرګنده کړه چې په شپږیزه کې د کرېکټ په زړه پورې لوبې وګوري.

په افغانستان کې د کریکټ شپږیزه غوره لیګ سيالۍ د دوشنبې پر ورځ پیل شوې او دا ځل یې د تېرو کلونو پرتله رنګ ډېر بدل ښکاري.

شپږيزه ليگ کې د شپږو گډونوالو لوبډلو لوبډلمشران د انځور حقوق ACB
Image caption شپږيزه ليگ کې د شپږو گډونوالو لوبډلو لوبډلمشران

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې مسؤلین وايي، دا ځل یې په دغه لیګ کې یو شمېر نوښتونه کړي دي.

تر ټولو مهمه او نوې خبر دا وه چې سیالې لوبډلې په لومړي ځل په لوړه بیه وپلورل شوې، چې په تېر کې یې ساری نه و لیدل شوی.

په شپږيزه کې د ټولو لوبډلو روزونکي هم دا ځل بهرنيان دي.

بهرني روزونکي او لوبډلې

د سپين غر زمريان لوبډلې روزونکى د سويلې افريقا هېرشل گېبس دى چې ٩٠ ټېسټ او ٣٠٠٠ يو ورځنۍ لوبې يې کړي.

د کابل بازان لوبډلې روزونکى د وېسټ انډيز گس لوگي دى، چې د وېسټ انډيز ملي لوبډلې روزونکى هم و.

د بند امير ښاماران لوبډلې روزونکى وتلى پخوانى هندی لوبغاړى اومېش پټوال دى چې په ٢٠١٢ م کال کې د افغان ملي لوبډلې د بېټنگ برخې روزنکى هم و.

افغان لوبغاړي له دې شپږېزې ډېره زده کړه کولى شي

د شپږیزې کرېکټ لیګ پنځم پړاو ځانګړی رنګ

افغانستان کې په لومړي ځل ډيپارټمنټل کرېکټ پيلېږي

د مس عينک اتلان لوبډلې روزونکى بریتانوى اندي مولز دى چې وړاندې د افغان ملي لوبډلې روزونکى پاتې شوى.

د بند آمو نهنگان لوبډلې روزونکى بريتانوى گورډن پارسنز دى.

د بست ساتونکې لوبډلې روزونکى ادم هوليوک دى چې په خټه استراليايى خو بريتانيا او سويلي افريقا لپاره لوبېدلى دى.

د دې سربېره گڼو نورو بهرنيو لوبغاړو، لوبڅارانو، مبصرينو او د لوبډلو د سفيرانو په توگه په شپيږيزه غوره ليگ کې برخه اخيستې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سږکال شپږېزه کې ګڼ بهرني لوبغاړي، روزونکي، مبصرين او نور کارپوهان برخه لري

د افغان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي سږنۍ شپږېزه به د زده کړې له پلوه افغان لوبغاړو لپاره ډېره ځانگړې وې.

د ښاغلي مشعل اشاره په سږني ليگ کې د بهرنيو مجربو لوبغاړو او کرکټ پوهانو پراخ گډون ته ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب