شپږیزه:‌ زمبابوې خپل لوبغاړي بېرته نه دي غوښتي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کرېکټ چارواکي وايي، د ننۍ لوبې لیدونکو شمېر تر لسو زرو کسانو پورې رسېده

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې مسؤلین هغه راپورونه ردوي چې ګواکې زمبابوې خپل هغه لوبغاړي چې افغان شپږیزه کرېکټ سیالیو کې برخه اخلي، بېرته هېواد ته ورغوښتي دي.

له دې مخکې ځینو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي وو، چې ګواکې زمبابوې په شپږیزه کې خپل ګډونکوونکي لوبغاړي بېرته هېواد ته غوښتي دي، خو د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل:

''لوبې له معمول سره سم روانې دي، چې بهرني لوبغاړي هم په کې ګډون کوي او موږ ته تر اوسه رسماً داسې هېڅ څه نه دي ویل شوي. ''

چارواکي وايي، تر پرونۍ (سپټمبر ۱۳) چاودنې وروسته نن د نورو ورځو پرتله د مینه والو ډېر شمېر د لوبو لیدلو ته ورغلي وو.

راشد خان له خپلو ټول هغو مینوالو مننه وکړه چې نن لوبغالي ته د دوی د تشویق لپاره راغلي وو. راشد له خپلو مینه والو غوښتي‌ چې د نورو لوبو لیدو ته هم راشئ او خپل اتلان تشویق کړي.

پر کابل ښار سربېره یو شمېر مینه وال له شاوخوا ولایتونو هم د کابل کرېکټ نړیوال لوبغالي ته د لوبې لیدو لپاره ورغلي وو.

کرېکټ چارواکي وايي، د نننۍ لوبې لیدونکو شمېر دولسو زرو کسانو رسېده، چې د تېرو لوبو پرتله درې برابره ډېر دی.

د انځور حقوق ACB
Image caption د ننۍ لوبې لیدو لپاره د مینه والو اوږده کتارونه په لوبغالي کې لیدل کېدل

د بي بي سي خبریال د کابل امنیتي چارواکو له قوله ویلي، لوبغالي او خواوشا سیمه کې یې امنیتي تدبیرونه ډېر کړي او د ساتونکو شمېر یې هم زیات کړی دی.

د شپږیزې مبصر: دوه مخي باید ونه اوسو، ترهګریز برید په لندن کې هم وشو

راشد خان د اسټرالیا بېګ باش لیګ ته غوره شو

د شپږیزې ښه لوبغاړي ښايي د پاکستان سوپرلیګ ته غوره شي

زموږ خبریال د الکوزي شپږیزه لیګ چارواکو له قوله وايي، د اتم پړاو لوبو نندارچیانو شمېر د تېر پرتله درې برابره زیات شوي دي.

د الکوزي لیګ د ټکټونو د پلور مسوول ضیاالرحمن ضیا بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، سږ یې د نورو لوبو پرتله درې برابره زیات ټکټونه پلورلي دي:

''نورو لوبو ته به له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ لوبغاړي راتلل خو شپږیزې په اتمه لوبه کې د افغانستان له ګڼو ولایتونو له ۱۲ تر ۱۵ زرو کسانو ګډون کړی دی. ''

تېره ورځ د سپټمبر ۱۳مه د الکوزي کریکټ نړیوال لوبغالي ته څېرمه ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۳ کسان مړه او پنځه ټپیان شول.

د شپږیزې اتم پړاو ته له ننګرهار، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو هم د کرېکټ مینه وال د لوبې نندارې ته راغلي و.

له ننګرهاره د لوبې نندارې ته راغلی قرار عزیزي بي بي سي ته وویل، 'پرونۍ پېښې د کرېکټ پر مینه والو 'منفي ' اغېز نه دی کړی، بلکې هغوی یې هڅولي چې پخپل راتګ سره ورته پېښې بابیزه وګڼي. '

د نوموړي په خبره‎، 'له ولایتونو راغلي یو شمېر کسان هوډ لري د شپږیزې تر پایه د لوبو د نندارې لپاره په کابل کې پاتې شي.

له دې مخکې د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو بي بي سي ته ومنله چې د پنجشبې 'سپتمبر ۱۴' د شپږیزې کرېکټ سیالیو له نندارچیانو د ټکټ پېسې نه اخیستلې کېږي.

د میح ګروپ نړیوال شرکت چې د ټکټونو پلورلو مسولیت لري ویلي و دغه کار یې د هغو نړیوالو لوبغاړو د تشویق په موخه کړی چې په دغه لیګ کې یې ګډون کړی.

د میح ګروپ مشر ضیاء الرحمن ضیاء ویلي: 'نړیوال لوبغاړي باید له ځان سره نړۍ ته د افغانستان ښه انځور یوسي. .'

ورته مطالب