په شپږیزه لیګ کې کابلبازانو لومړۍ ماتې وخوړه

د انځور حقوق ACB

د افغانستان د کورني کرېکټ شپږیزه لیګ په دولسمه لوبه کې میس عینک لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې کابلبازانو ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه میس عینک لوبډلې وګټله او کابلبازانو ته یې د توپوهنې بلنه ور کړه.

کابلبازانو لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې هدف ور کړ.

میس عینک لوبډلې ټاکلی هدف د نولسم اور په وروستي توپ پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی دولت ځډران وټاکل شو.

نوموړي د میس عینک لوبډلې لپاره د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول او په ۱۰ توپونو یې ۲۷ منډې وکړې.

کابلبازانو لوبډلې تر اوسه ۴ لوبې کړي چې درې یې ګټلي او څلورمه یې پر میس عینک لوبډلې وبایلله.

میس عینک لوبډلې هم ټولټال څلور لوبې کړې چې یوه یې باییلې او درې یې ګټلې دي.

Image caption دولمسې لوبې ته تیار.

د شپږیزه په پنځم پړاو کې د شپږو لوبډلو له لوري ټولټال ۱۸ لوبې تر سره کېږي چې پنځلس یې عادي، دوه یې نیمه پایلوبې او د سپټمبر په ۲۲مه به یې پایلوبه تر سره شي.

د شپږیزه لیګ دولسمه لوبه د سپین زمریانو او کابلبازانو لوبډلې ترمنځ پیلېدونکې ده.