کومه لوبډله له شپږیزې بهر کېږي؟

امو نهنګانو لوبډلې له ټاکل شویو پنځو لوبو څلور لوبې کړې چې څلور واړه یې بایللې دي. د انځور حقوق ACB
Image caption امو نهنګانو لوبډلې له ټاکل شویو پنځو لوبو څلور لوبې کړې چې څلور واړه یې بایللې دي.

د افغانستان د کورني کرېکټ شپږیزه لیګ لومړی پړاو لوبې وروستي پړاو ته نږدې کېدونکې دي چې د شپږو لوبډلو له وتلو سره به څلور لوبډلې دویم پړاو ته لار ومومي او دوه لوبډلې به د لیګ له دویم پړاوه بهر شي.

په سږنۍ شپږیزه لیګ کې شپږ لوبډلې "بندامیر، کابلبازان، میس عینک، سپین غر، بوست ساتونکي او امو نهنګان" برخه لري.

* په شپږیزه لیګ کې کابلبازانو لومړۍ ماتې وخوړه

* کرېکټ: نجيب او سميع د بنګله دېش ليګ لپاره وپېرل شول

د شپږیزې لیګ په لومړي پړاو کې ټولټال ۱۵ لوبې تر سره کېږي چې ۱۲ لوبې تر سره شوې، ۱۳مه لوبه یې د سپین غر او میس عینک لوبډلو ترمنځ او څوارلسمه لوبه به یې نن د سپټمبر ۱۷مه له غرمې وروسته د امو او بند امیر لوبډلو ترمنځ وشي.

په ۱۳مه لوبه کې سپین غر لوبډلې توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې ۱۳۱ مندې هدف ور کړ.

خو میس عینک وګټله او سپین غر له لوبو بهر شوه.

سپین غر لوبډله له دویم پړاوه بهر شوې خو که بند امیر لوبډله د یکشنبئ او دوشنبې ورځې دواړه وبایلي نو بیا بندامیر له دویم پړاوه بهر کېږي او سپین غر به بېرته دویم پړاو ته لار وموي چې دا ډېر کمزوری احتمال برېښي

* سي‌پي‌ايل: راشد خان اقتصادي توپ اچوونکی

* راشد خان د اسټرالیا بېګ باش لیګ ته غوره شو

سبا د سپټمبر ۱۸مه د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د کابلبازانو او بندامیر لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سپین غر لوبډلې لوبډلې ټولټال پنځه لوبې وکړې چې له ډلې یې ۳ وبایللې او دوه یې وګټلې دي

که څه هم لا د لوبې د وروستي پړاو پای ته دوه لوبې پاتې دي، خو د امو نهنګانو لوبډله وار له مخه دویم پړاو ته له تللو غورځېدلې ده.

امو نهنګانو لوبډلې له ټاکل شویو پنځو لوبو څلور لوبې کړې چې څلور واړه یې بایللې دي.

د شپږیزې له دویم پړاوه د بلې بهرېدونکې لوبډلې په اړه وړاندوینه سخته ده، خو که سپین غر لوبډله خپله نننۍ لوبه وګټي امو نهنګان او بوست ساتونکي به د شپږیزه لیګ له دویم پړاو سیالیو بهر شي.

دویم پړاو څنګه تر سره کېږي؟

د شپږیزې لیګ دویم پړاو ته له شپږو لوبډلو څلور (الف، ب، ج او د) لوبډلې لار مومي.

هغه دوه لوبډلې چې په ډېرو امتیازونو یې دویم پړاو ته لار موندلې، په خپلو کې لوبه کوي چې ګټونکې هغه به یې نېغ په نېغه پایلوبې ته لار ومومي او ماتې شوې لوبډله به یي د دوو نورو لوبډلو له ګټونکې هغې سره د لوبې بله موکه هم لري.

* کریکټ: جامې وباسئ، معاش واخلئ

* کرېکټ: خوست کې د زونونو ۵۰ اوره سیالۍ پیل شوې

هغه دوه لوبډلې چې په نسبتاً کم امتیاز یې دویم پړاو ته لار موندلې په خپلو کې لوبه کوي، بایلونکې یې له پایلوبې بهر کېږي او ګټونکې به یې له ټاپ ماتې شوې لوبډلې سره لوبه وکړي چې د دې دواړو لوبډلو له منځه ګټونکې هغه به یې پایلوبې ته لار پیدا او له هغې لوبډلې سره به د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي چې وار له مخه یې پایلوبې ته لار موندلې ده.

د شپږېزې لوبډلې پایلوبې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۲مه تر سره شي.

Image caption سږکال په دې سیالیو کې بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.