شپږېزه: د سپین غر لوبډله ولې له لوبو ووتله؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

شپږېزه: د سپین غر لوبډله ولې له لوبو ووتله؟

په شپږیزه لیګ کې بوست او سپین غر لوبډلو ونه شو کولای د دغه لیګ دویم پړاو ته لار ومومي.

سپین غر لوبډلې ټولټال پنځه لوبې وکړې چې له ډلې یې ۳ وبایللې او دوه یې ګټلې دي. د سپین غر مرستیال روزونکي خالقداد نوري بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، پر نورو عواملو سربېره یې د مشر کوچ نه شتون د دې لامل شو چې لوبډله یې د شپږیزه لیګ دویم پړاو ته لار ونه مومي.

د سپین غر لوبډلې مشر روزونکی د سویلي افریقا هرشل ګېبز و، چې د سپټمبر په ۱۳مه کریکټ لوبغالي ته څېرمه له چاودنه وروسته خپل هېواد ته ستون شو.

اړونده مطالب