شپږیزه: راشد د اصغر لوبډلې ته ماتې ورکړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
راشد د اصغر لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتل

د شپږیزه لیګ د دویم پړاو په درېیمه لوبه کې د کابلبازانو او بندامیر لوبډلو تر منځ سیالي تر سره شوه چې بندامیر لوبډلې کابلیازان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د شپږیزې پایلوبې ته یې لار ومونده.

د لوبې پچه کابلبازانو لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، چې بندامیر لوبډلې ورته په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۳ منډو هدف ور کړ.

کابلبازانو لوبډلې ونه شو کولای ور کړل شوی هدف پوره کړي.

په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ایله ۱۶۳ منډې وکړې او لوبه یې بندامیر لوبډلې ته وبایلله.

Image caption نجیب ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی شو

بند امیر لوبډله به سبا جمعه د سپټمبر په ۲۲مه له میس عینک لوبډلې سره پایلوبه وکړي او ګټونکې لوبډله به یې د شپږیزه لیګ د پنځم پړاو اتلولي خپله کړي.

شپږیزه: اصغر که راشد پایلوبې ته ځي؟

شپږیزه: کومه لوبډله له دویم پړاو وځي

شپږیزه:‌ زمبابوې خپل لوبغاړي بېرته نه دي غوښتي

د لوبې غوره لوبغاړی نجیب ځدراڼ وټاکل شو چې د بندامیر لوبډلې په ګټه یې په ۱۶ توپونو ۳۹ منډې تر لاسه کړې او ناسوځېدلې پاتې شو. د شپږیزې د لومړي پړاو پایلوبې ته میس عینک لوبډلې وار دمخه لار موندلې چې سبا به یې له بندامیر لوبډلې سره د شپږیزې د اتلولۍ ګټلو په پار لوبه وکړي.

د انځور حقوق .
Image caption د تېرو هغو په څېر د دغې لوبې لیدو ته هم ګڼ مینه وال راغلي و
د انځور حقوق .

اړونده مطالب

ورته مطالب