فوټبال: له ۱۶ کلنۍ د کم عمر افغان لوبډله د اسیا اتلولیو پر لور

له ۱۶ کلنۍ کم عمره افغان فوټبال لوبډله داسې مهال اسیايي اتلولیو ته لار مومي، چې د لویانو لوبډلې داسې لږ فرصتونه موندلي د انځور حقوق AFC/fb
Image caption له ۱۶ کلنۍ کم عمره افغان فوټبال لوبډله داسې مهال اسیايي اتلولیو ته لار مومي، چې د لویانو لوبډلې داسې لږ فرصتونه موندلي

د چین پر ضد د سویلي کوریا له بریا وروسته د افغانستان ۱۶ کلنو فوټبال لوبډلې د راتلونکي کال لپاره د اسیا اتلولیو ته لار وموندله. دا اسیايي اتلولیو ته د یوې افغان لوبډلې لومړنی تګ بلل کېږي.

له ۱۶ کلنۍ د کم عمره لوبغاړو مقدماتي لوبې له تېرې اونۍ راهیسې روانې وې. افغان لوبډله په (بي) ګروپ کې له ایران، لبنان، قرغیزستان، او بوټان سره یوه ځای لوبېده.

افغانستان درې بریاوې درلودې او د ایران پر وړاندې یې یوه ماتې خوړلې، چې له کبله یې نهه پواینټونه وګټل.

د انځور حقوق AFF/fb
Image caption د اسیا اتلولیو سیالۍ ته دا د افغان فوټبال لوبډلو له ډلې د یوې لوبډلې لومړنی تګ بلل کېږي

د مخکښو لوبډلو تر منځ د سیالي په صورت کې یوازې ۶ دویم ځای درلودونکې لوبډلې مخامخ دغو سیالیو ته لاره مومي، افغانستان د سویلي کوریا او چین تر منځ د سیالیو پایلې انتظار کاوه.

دغه سیالۍ د صفر مقابل کې په یوه ګول د سویلي کوریا په ګټه پای ته ورسېده. دې سره تر ۱۶ کلنۍ د کم عمره افغانانو فوټبال لوبډله له دویم ځای ګټونکو پنځو لوبډلو یوه شوه او سیالیو ته یې لار وموندله. دغې لوبډلې دا وروستیو کې د اسیا مرکز سیالیو اتلولي هم ګټلې.

فوټبال: افغان ځوانانو د مرکزي اسيا اتلولي وګټله

د افغانستان ۱۶ کلن فوټبال لوبغاړي نیمه پایلوبو ته ورسېدل

د فوټبال نړیوال فدراسیون"فیفا" پلاوی کابل ته راځي

دغه سیالۍ به راتلونکی کال مالیزیا کې کېږي.

له ۱۶ کلنۍ کم عمره افغان فوټبال لوبډلې داسې حال کې اسیايي لوبو ته لار موندلې چې د لویانو افغان فوټبال لوبډلې نن سبا له دغه ډول فرصتونو خورا لږ برخمنه شوې.

د انځور حقوق AFC/fb
Image caption دغه سیالۍ به راتلونکی کال مالیزیا کې ترسره کېږي

اړونده مطالب