کرېکټ: ۱۹ کلنو بنګله دېش ته سخته ماتې ورکړه

مجیب ځدراڼ د انځور حقوق ACB
Image caption مجیب ځدراڼ په لسو اورونو ۱۹ منډې وکړې، ۷ لوبغاړي یې وسوځول چې دلوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې یو ځل بیا خپلې سیالې بنګله دیشي لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه. په څلورمې یو ورځنۍ لوبې کې د بنګله دیش لوبډلې د لوبې پچه وګټله او افغان لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د افغان لوبغاړو پیل نن بیا هم ښه نه وو. څلور لوبغاړي یې په داسې حال کې له لاسه ورکړي وو چې یواځې ۴۴ منډې یې کړې وې.

خو د نثار وحدت او درویش رسولي تم کېدلو د افغان لوبډلې یو څه لوړې کړې. نثار وحدت ۵۳ او درویش رسولي ۲۳ منډې وکړې. نور لوبغاړي دومره ښه ونه ځلېدل او ټول لوبغاړي یې په ۴۵ اوور کې وسوځېدل. افغان لوبغاړو ټولې ۱۳۳ منډې جوړې کړای شوې.

د بنګله دیش له لوري نعیم حسن د افغانستان پنځه او سیف حسن درې لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبغاړو دریمه سیالي له کوربه بنګله دېش وګتله

"راشدخان به د پېښور زلمي لومړی انتخاب وي"

فوټبال: له ۱۶ کلنۍ د کم عمر افغان لوبډله د اسیا اتلولیو پر لور

خو نن یو ځل بیا د افغان توپ اچونکو ورځ وه. د مجیب او نوین الحق توپ اچولو له بنګله دیشي لوبغاړو لار ورکه کړې وه. شپږ لوبغاړي یې په داسې حال کې له لاسه ورکړي وو چې یواځې ۱۱ منډې یې کړې وې.

خو موحد الاسلام او نعیم حسن تر یوه حده ټینګ پاتې شوې، موحد ۴۳ او نعیم حسن ۳۰ منډې وکړې.

خو کله چې مجیب بېرته توپ اچولو ته راستون شو نو د هغوی هیلې یې هم ورختمې کړې او ټولو سیالو لوبغاړو یې تر دېرشمه اووره ۸۸ منډې وکړې او وسوځېدل.

د افغانستان له لوري مجیب ځدراڼ په لسو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځول. چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

افغانستان خپله څلورمه لوبه د ۴۳ منډو په توپیر وګټله.

د انځور حقوق ACB
Image caption د بنګله دیش له لوري نعیم حسن د افغانستان پنځه او سیف حسن درې لوبغاړي وسوځول.

تر دې دمه د پنځو یو ورځنیو لوبو له جملې دوه یې افغانستان او یوه بنګله دیش ګټلې یوه بله لوبه د باران له کبله ځنډېدلې وه.

د افغانستان او بنګله دیش تر نولس کلنو ټیټ عمره لوبډلې ترمنځ یوه او برخلیک ټاکونکې لوبه پاتې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب