د مېسي ګولونو نړیوال جام ته د ارجنټاین لار پرانیسته

مېسي د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېسي وویل، که ارجنټاین په روسیه کې ترسره کېدونکي نړیوال جان ته لار موندلې نه وای "لېونی"وضعیت به و.

د لیونل مېسي په درېو ګولونو ارجنټاین په روسیه کې د راتلونکي کال فوټبال نړیوالې اتلولۍ ته لار ومونده.

له دې سره د ۲۰۱۸ کال کې د نړیوال جام لوبو ته ارجنټاین، پورتګال او پاناما ووتل خو د امریکا متحده ایالتونه او چيلي له ګډونه پاتې شول.

د ارجنټاین وروستۍ لوبه په پلازمېنه کوېتو له کوربه یکوادور سره وه چې لیونل مېسي درې داسې له انرژۍ ډک ګولونه پکې ووهل چې ټول لوبغالی له شور او زوږه ډک شو.

د ارجنټاین د لوبډلې روزونکي جورګې سمپاولې د مېسي له ګولونو وروسته وویل:"ما ډلې ته وویل، مېسي ارجنټاین ته د نړیوال جام پوروړی نه دی، بلکې فوټبال مېسي ته د نړیوال جام پوروړی و."

د انځور حقوق Getty Images

پاناما له کوستاریکا سره په لوبه کې ۲ د ۱ پر وړاندې لوبه وګټله او د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته ورسېده.

د امریکا متحده ایالتونو ترېنېداد او توباګو ته د لوبې په بایللو، له ۱۹۸۶ کاله راهیسي د لومړي ځل لپاره اتلولۍ کې له ګډون بې برخې شوه.

مېسي وویل، که ارجنټاین په روسیه کې ترسره کېدونکي نړیوال جان ته لار موندلې نه وای "لېونی"وضعیت به و.

پورتګال بیا په لیزبون کې له سویزرلند سره لوبه وګټله او نړیوال جام ته یې لار ومونده.

اړونده مطالب