کرېکټ: افغانستان د لویو وچو سیالیو اتل شو

د انځور حقوق ACB
Image caption افغانستان دویم ځل دغه سیالۍ ګټلې

افغان کرېکټ لوبډلې متحدو عربي اماراتو کې د اتو هېوادونو تر منځ د ای سي سي لویو وچو جام سیالیو کې اتلولي تر لاسه کړې.

افغانستان له متحدو عربي اماراتو سره سیالیو لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۰ منډې کړې وې او اماراتو په ځوابي لوبه کې ۱۹۷ منډې کړې وې.

دویمه پاڼۍ کې اماراتو لوبډلې افغانستان ۱۹ منډې هدف ورکړ او افغانستان د دغه هدف له پوره کولو وروسته لوبه وګټله او دویم ځل یې دغو سیالیو اتلولي یې تر لاسه کړه.

د لوبو پچه د اماراتو لوبډلمشر ګټلې وه او افغان لوبډله یې منډو ته وبلله. د څلور ورځنۍ کرېکټ سیالۍ پر دویمه ورځ افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي سلیزه بشپړه کړې وه او راشد ارمان د متحدو عرب اماراتو درې لوبغاړي سوځولي وو.

لوبډلمشر اصغر ستانکزي د لویو وچو په سیالیو کې څلور سلیزې بشپړې کړې. ده د پاپوا نیوګیني، ایرلنډ او هانګ کانګ پر وړاندې هم سلیزې کړې وې.

د اماراتو پېچ د منډو لپاره اسان نه و. ځینې توپونه پرې کښېناستل او د سپېن بالرانو توپونه ډېر چورلېدل.

دوو سلیزو افغان لوبډله پر اماراتو برلاسې کړه

د اصغر سلیزې او د راشد وېکټو امارات وځپل

افغانستان له دې مخکې هانګ کانګ ته هم په څلور ورځنیو سیالیو کې ماتې ور کړې وه او دې سره د ای سي سي لویو وچو جام سیالیو جدول کې له ایرلنډه مخکې شو.

د انځور حقوق ACB

افغانستان درې ځله دغو سیالیو کې ګډون کړی دی او دوه ځله یې اتلولي ګټلې. د لویو وچو جام سیالۍ له دوو کلونو وروسته کېږي او څلور ځله ایرلنډ دغه سیالۍ ګټلې دي.

لومړی ځل افغانستان ۲۰۱۰ کال کې د لویو وچو اتلولي ګټلې وه.

اړونده مطالب