''د مجیب په څېر ځوانو لوبغاړو د کرېکټ راتلونکې روښانه کړې''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
''د مجیب په څېر ځوانو لوبغاړو د کرېکټ راتلونکې روښانه کړې''

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چارسمبالی روزونکی ریس احمدزی وايي، د مجیب ځدراڼ په څېر زلمي لوبغاړي د دې لوبې د غوړېدا لپاره خورا مهم دي.

۱۶ کلن مجیب ځدراڼ پرون سې شنبه 'دسمبر پنځمه ' په خپله لومړنۍ رسمي نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې د ایرلڼد څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

افغانستان ایرلنډ ته په هغه لوبه کې ۱۳۸ منډو سره ماتې ورکړه. د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دوې نورې لوبې هم کېدونکې دي.

افغان لوبډلې ايرلنډ ته په ۱۳۸منډو ماته ورکړه

له ایرلنډ سره کرېکټ لوبې: د افغان لوبډلې د غوړېدا مهم فرصت

ریس احمدزي بي بي سي ته وویل، له دغو لوبو مخکې افغان لوبغاړو په هندې کې نژدې ۴۵ ورځې تمرینونه وکړل او دغو تمرینونو د وروستیو لوبو بریاوو کې مهم رول درلود.

ښاغلی احمدزی وايي، که څه هم له ایرلنډ سره په لوبه کې د افغان لوبډلې د سر دوه لوبغاړي یا اوپنران ژر وسوځېدل خو وايي، افغان لوبغاړو اوس د دې وړتیا موندلې چې "هر ډول حالاتو سره ځان برابر کړي"

نوموړي وايي:

د انځور حقوق Getty Images

" په کریکټ کې لوبه د مجیب ځدراڼ په څېر ځوان لوبغاړي کرېکټ بورډ ته ډاډ ورکوي چې د افغان کرېکټ راتلونکې روښانه دی"

ښاغلی احمدزی چې اوس له ایرلنډ سره په سیالو کې د ملي لوبډلې چارسمبالی روزونکی دی، هیله من دی چې راتلونکې لوبې به هم خپلې کړي.

افغانستان ایرلنډ ته له ماتې ورکول مخکې، متحدو عربي اماراتو کې د اتو هېوادونو تر منځ د ای سي سي لویو وچو جام سیالیو کې اتلولي هم تر لاسه کړې وه.

اړونده مطالب