په ۳۵ بالونو د روهېت شرما سلیزه

روهېت شرما د انځور حقوق AFP
Image caption روهېت شرما دې سیالۍ کې په ۴۳ توپونو لس څلوریزې او د ۲۱ شپږیزو په مرسته ۱۱۸ منډې جوړې کړې چې دا تر ټولوو چټکې جوړې شوې منډې دي.

هندي لوبغاړي روهېت شرما پرون د سري لنکا پر وړاندې دویمه شل اوریزه لوبه کې په ۳۵ توپونو سلیزه پوره کړه، چې له دې سره یې د سوېلي افریقا له ډېوېډ مېلر سره د تېزې سلیزې رېکارډ برابر شو.

شرما په پرونۍ لوبه کې په ۴۳ توپونو ۱۱۸ منډې وکړې، چې هند په ۸۸ منډو وګټله.

روهېت ۱۰ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې ووهلې.

دغه ۳۰ کلن لوبغاړي په ۳۵ توپونو د سوېلي افریقا ډېوېډ میلر هغه ریکارډ مات کړ، چې په تېره اکتوبر میاشت کې یې د بنګله دېش پروړاندې سلیزه کړې وه.

هند د تېرې چارشنبې په ورځ په ۹۳ منډو لومړنۍ سیالي وګټله.

له دې مخکې، په ۲۰۱۶ کال کې د هند کرېکټ لوبډلې بل لوبغاړي راهول همدا منډې په ۴۶ توپونو د وېسټ تانډیز پر وړاندې جوړې کړې وې.

په ټي ټونټي سیالیو کې د هند لوبډلې تر اوسه تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.

هند په دې لوبه کې سریلانکا ته ۲۶۱ هدف ټاکلی و، چې په مقابل کې یې د سریلانکا ټول ټیم یوازې ۱۷۲ منډې پوره کړې.

په خواله رسنیو کې روهېت شرما د ښې لوبې کولو له امله ډېر ستایل شوی.

یوازې دا نه چې د هند لوبډلې په ټي ټونټي سیالیو کې د وېسټ انډیز پر وړاندې تر ټولو ډېرې ښپږیزې وهلې او ریکارډ یې جوړ کړی او دا ۲۱ شپږیزې روهیت شرما په ۱۰ لومړنیو اورونو کې وهلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روهېت ۱۰ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې ووهلې.

په دې سیالیو کې له دې مخکې هم روهېت شرما له سریلانکا سره په یو ورځنيو لوبو کې دوه سلیزې وهلې وې.

په ۲۰۱۳ کال کرېس ګل ای پي اېل کې په ۳۰ توپونو سلیزه پوره کړې وه.

خو ترې وړاندې، په ۲۰۱۰ کال هندي لوبډله کې یوسف پټان بیا ای پي اېل کې په ۳۷ توپونو سلیزه کړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب