بېګ باش: د محمد نبي ښه توپ وهنه او د غوره لوبغاړي لومړۍ جایزه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد نبي په ۳۰ توپونو د دوو شپږيزو او دوو څلوریزو په مټ ۵۲ منډې وکړې

د اسټرالیا بېګ باش کرېکټ سیالیو کې مېلبورن رېنېګېډز په یوه په زړه پورې لوبه کې سیالې لوبډلې مېلبورن سټارز ته ماتې ورکړه او د نمرو جدول سر ته پورته شول.

د مېلبورن رېنېګېډز لوبډله کې افغان لوبغاړی محمد نبي تر ټولو ښه وځلېد.

نوموړي په ۳۰ توپونو د دوو شپږيزو او دوو څلوریزو په مټ ۵۲ منډې وکړې.

دی وړاندې په توپ اچونه کې هم ښه ځلېدلی و او په څلورو اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې وې او یو لوبغاړی یې سوځولی و.

مېلبورن رېنېګېډز ته د ۱۵۸ منډو هدف ټاکل شوی و چې دوی يوازې د څلور لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸ اوورونو کې پوره کړ.

دا په بېګ باش سیالیو کې د محمد نبي لومړۍ نیمه سلیزه وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد نبي په توپ اچونه کې هم ښه ځلېدلی و او په څلورو اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې وې

نوموړی وروسته د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د محمد نبي لوبډلې مېلبورن رېنېګېډز دې بري سره د نمرو په جدول کې لومړی ځای خپل کړی او اټکل دی چې نیمه پایلوبو ته به په اسانۍ لار ومومي.

په تېرو لوبو کې محمد نبي ته یوازې یو ځل د توپ وهنې فرصت برابر شوی و او هغه هم په اتمه شمېره توپ وهنې ته استول شوی وو، خو ننۍ لوبه کې کپتان ارون فېنچ دی په پنځمه شمېره توپ وهنې ته واستاوه.

محمد نبي هم له دې فرصته ګټه واخېسته او د توپ اچونې تر څنګ یې د توپ وهنې په ډګر کې هم خپل کمال وښود.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د محمد نبي تر څنګ راشد خان هم په دې سياليو کې لوبېږي

د نبي تر څنګ راشد خان هم په سږني بېګ باش سیالیو کې تر دې دمه ښه ځلېدلی او په څلورو لوبو کې یې ۸ لوبغاړي سوځولي.

د دواړو افغان لوبغاړو په زړه پورې لوبې هم شنونکي او هم د کرېکټ مینه وال هيله من کړي او دا په نړیواله کچه د افغان کرېکټ د یوه ښه انځور په جوړولو کې مرسته کوي او راتلونکي کې به نه یوازې بېګ باش بلکې نورو لیګونو کې هم ګڼ افغان لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ور برابر کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب