کرېکټ: شهزاد محمدي به راتلونکې میاشت د زیمبابوې پر وړاندې ولوبېږي

لوبغاړي د انځور حقوق ACB
Image caption د زمبابوې پروړاندې، د افغانستان ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو نوملړ

د افغانستان کرېکټ بورډ له زیمبابوې سره د راتلونکو لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې د شهزاد محمدي نوم هم پکې شته. دغه لوبې - چې پنځه یې یو ورځنۍ او دوه یې شل اوریزې دي - د راتلونکې فبرورۍ پر ۵مه پیلېږي.

کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې لپاره ننګرهار کې یو روزنیز کمپ جوړ شوی، چې څه باندې دوې اونۍ به دوام وکړي او لوبغاړي به ځانونه پکې چمتو کړي.

په غوره شویو لوبغاړو کې شهزاد محمدي هم دی، چې د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا تر کابو یو کلن بندیز وروسته اوس د نړیوالو لوبو لپاره ډګر ته راوځي.

د افغان لوبډلې په نوي نوملړ کې پر شهزاد محمدي سربېره د کریم صادق، افتاب عالم، سمیع الله شینواري، شرف الدین اشرف او حمید حسن نومونه هم شته.

دا لوبغاړي له څه مودې راهیسې د بېلو لاملونو له مخې په نړیوالو لوبو کې په افغان لوبډله کې نه و لوبېدلي.

شهزاد محمدي د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او د ځانګړي انداز لرونکی ویکټ ساتونکی دی چې په کوردننه او بهر مینه وال لري.

شهزاد محمدي راتلونکې جنورۍ کې لوبې ته ستنېږي

شهزاد محمدي به "ژر" کرېکټ لوبو ته ستون شي

په نوموړي د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د ناقانونه درملو د کارولو په تور لوببندیز و، چې اوس له بندیزه خلاص شوی دی.

له زیمبابوې سره د شل اوریزو لوبو لپاره دغه لوبغاړي غوره شوي:

1-محمد شهزاد پرانستونکی لوبغاړی (اوپنر)
2-عثمان غني پرانستونکی لوبغاړی (اوپنر)
3-کریم صادق پرانستونکی لوبغاړی (اوپنر)
4-اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)
5-محمد نبي (توپ وهونکی)
6-نجیب الله ځدراڼ (توپ وهونکی)
7-شفیق الله شفق (توپ وهونکی)
8- سمیع الله شینواری (الرونډر)
9-ګلبدین نایب (الرونډر)
10-راشد خان (ورو توپ اچوونکی)
11-مجیب ځدراڼ (ورو توپ اچوونکی)
12-شرف الدین اشرف (ورو توپ اچوونکی)
13-شاپور ځدراڼ (تیز توپ اچونکی)
14-حمید حسن (تیز توپ اچونکی)
15-افتاب عالم (تیز توپ اچوونکی)

د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل وویل، "شهزاد په بشپړ ډول لوبو ته چمتو او پوره تږی دی، هیله ده دغه لوبو کې ښه ولوبېږي."

په پام کې ده چې د افغانستان ملي لوبډله په شارجه کې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره دوه شل اوریزې او ۵ یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاد محمدي د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او د ځانګړي انداز لرونکی ویکټ ساتونکی دی چې په کوردننه او بهر مینه وال لري.

دا لوبې د راتلونکې فبرورۍ له پنځمې نېټې پیلېږي چې د همدې میاشتې تر ۱۹ مې نېټې به روانې وي.

کرېکټ بورډ وايي، په دې لوبو کې به د پنځوس اوریز نړیوال جام د غوراوي لوبو ته د لوبغاړو چمتو کېدل وي، چې ددغې لوبیزې لړۍ له پای ته رسېدو سره به پیلېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"د پاکستان ليګ سياليو کې شهزاد محمدي ته برخه ورکوو"

اړونده مطالب

ورته مطالب