ننګرهار کې بريد د بهرنيو مرستندويه بنسټونو تر منځ "اندېښنه" ډېره کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption واشنګټن پوسټ لیکي د ماشومانو د ژغورنې بریتانوۍ اداره له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي

واشنګتن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په ننګرهار کې د ماشومانو د ژغورنې یا سیف دي چلډرن په نامه خیریه ادارې باندې د پروني برید په هکله په یو مطلب کې لیکي دې برید د بهرنیو مرستنیدویه بنسټونو ترمنځ اندېښنه ډېره کړې ده، هغه هم په داسې حال کې چې دې بهرنیو بنسټونو وار دمخه په افغانستان کې د ناامنۍ له امله خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي د ماشومانو د ژغورنې بریتانوۍ اداره له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او له یو میلیون او څلور سوه زره افغان ماشومانو لپاره یې د مرستو رسولو پروګرامونه درلودلي دي چې اوس به یې یوازې د امنیتي ضمانتونو په صورت کې بېرته پیلوي.

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو له خوا د پروني برید په اړه د خپرې شوې اعلامیې هغه برخه راخیستې چې وايي افغانستان د ماشومانو او بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره یو له سختو سیمو دی، پر ملکي کسانو او مرستندویه ادارې برید له بشردوستانه قوانینو نه روښانه سرغړونه او دومره لویه ده چې احتمالا جنګي جرم ګڼل کېدای شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امنيتي ځواکونو او بريدگرو ترمنځ جگړه د ګڼو ساعتونو لپاره روانه وه.

ګارډین:

دغه راز د ګارډین ورځپاڼه هم په ننګرهار کې د پروني برید په هکله په یو مطلب کې لیکي دا برید په داسې هېواد کې چې د جنګ غوښتوونکو قربانی شوی د مرستنیدویه ادارو د مامورینو پر وړاندې خطر په ډاګه کوي.

ګارډین هم د ملګرو ملتونو له خوا د خپرې شوې اعلامیې هغه خبره راخیستې چې وايي دا تاوتریخوالي د هغو کسانو پرضد کېږي چې خپل ځانونه یې په افغانستان کې له میلیونونو ماشومانو سره د مرستې لپاره وقف کړي وو.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیویارک ټایمز لیکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دوی تل ټینګار کړی چې له دوی سره دې استخباراتي معلومات شریک کړای شي

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید چې د اورپکو یو مشر او د هغه دوه ملګري یې ووژل پاکستان په غوسه کړ.

دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو مطلب سرلیک دی او لیکي: د چهارشنبې په سهار د امریکا بې پیلوټه الوتکې د کرمې په قبایلي سیمه کې برید وکړ چې د حقاني شبکې قومندان ناصر محمود یې له خپلو دوو نورو ملګرو سره وواژه خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا برید وغنده او هغه یې د پاکستان له حاکمیت نه یې سرغړونه وبلله.

نیویارک ټایمز لیکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دوی تل ټینګار کړی چې له دوی سره دې استخباراتي معلومات شریک کړای شي چې د اورپکو پرضد دوی په خپله مناسب ګامونه پورته کړي، کنه نو دغسې یو اړخیز اقدامات به د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري زیانمنه کړي.

د انځور حقوق Getty Images

ګلف ټایمز:

د قطر په پلازمېنه دوحه کې چاپېدونکې ګلف ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي تېر کال د قطر اقتصادي حالت له هغې کچې ښه و چې تمه یې کېده.

ورځپاڼه د قطر د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر شیخ احمد بن قاسم له قوله لیکي سره له دې چې تېر کال قطر د سعودي عربستان او دریو نورو عربي هېوادونو له سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شو د قطر اقتصاد له ننګوونو واوښت او دا هېواد د بېلا بېلو هېوادونو په مرسته وتوانید چې د خوراکي توکو او نورې لوجستکې لارې پرانستې وساتي.

ورته مطالب